د پاکستان او هند د لوبې پر مهال کامران اکمل ارشدیپ سېنګهـ ته په اشاره سېکهـانو ته سپکاوی وکړ

 

پاکستان او هند د روان شل اووریز نړیوال جام په دوام پرون د نیویارک په ناساو کاونټي لوبغالي کې سره مخامخ شول.

دغه لوبه پاکستان په ډېره اسانۍ او خورا کم توپیر هند ته وبایلله.

د لوبې سره هم مهاله په بېلابېلو پاکستاني او هندي رسنیو کې پخوانیو لوبغاړو او د کرېکټ تحلیل ګرانو بحث کاوه.

د پاکستان ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کامران اکمل په یوه تلوېزیوني مرکه کې د هندي برحال لوبغاړي ارشدیپ سینګ په نښه کولو سره، توکمپاله او تعصبي څرګندونې وکړې.

د اکمل دې څرګندونو چې سېکهـ مذهب ته سپکاوی بلل کیږي پراخ غبرګونونه راپارولي.

کامران اکمل په پاکستان کې په یوې ژوندۍ خپرونې کې دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې د پاکستان د توپ وهنې په پاڼۍ کې په وروستیو شپږو توپونو ۱۸ منډو ته اړتیا وه، تبصره کوونکو په دې بحث وکړ چې ایا له ارشدیپ به دا منډې پوره شي که نه.
نو په ورته وخت اکمل جنجالي او ناندرۍ پاروونکې خبرې وکړې.
نوموړي وویل: «وروستی اوور باید د ارشدیپ له خوا ترسره شي او دا هم وټکول شي. تاسو خو پوهېږئ چې دوی لا د مخه ۱۲ دي، له ۱۲ وروسته دوی ته هېڅ سېکهـ نه ورکول کیږي.»

د هند ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او په هندي رسنیو کې مشهورې څېرې هربجن سېنګهـ په اېکس شبکه کې د کامران اکمل دغو پاروونکو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی.

نوموړي په اېکس کې په یوه یادښت کې لیکلي: «لکونه لعنت دې وي په تا کامرانه. مخکې له دې چې خپله ناپاکه خوله خلاصه کړې، باید د سېکهانو په تاریخ پوه شې، موږ سېکهانو خپلې خویندې او میندې هغه مهال وژغورلې چې یرغلګرو برمته کړې وې او د شپې دولس بجې وې. شرم وکړئ، لږ قدردانی خو یې وکړئ.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۲ بجو روایت د مغلو د امپراتورۍ وخت ته ورګرځي او کامران اکمل د مغلو د امپراتورۍ پرمهال پر سېکهـانو د ظلم او د دوی له لوري د خپلو برمته شویو ښځو د خلاصون لپاره د شپې د ۱۲ بجو د عملیاتو پېغور ورکړی.