د کابل پریمیر لیګ سیالۍ او د لوبغاړو د بولي مراسم

د کابل پریمیر لیګ د دویم پړاو لپاره د لوبغاړو د بولۍ یا ډرافټ مراسم ترسره شول.

په دغه لیګ کې «کابل زلمي، کابل نایټ رایډرز، سپین غر واریرز، شاهین هېنټرز، شمشاد ایګلز او بند امیر لوبډلې لوبیږي، چې هرې لوبډلې د ډرافټ په مراسمو کې په بېلابېلو کټګوریو کې د لوبغاړو په اخیستو خپلې لوبډلې پوره کړي.

د کابل پریمیر لیګ دویم پړاو لپاره د ملي لوبډلې، نولس کلنو ملي لوبډلې او د کورني کرېکټ ۷۰۰ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه. چې پرون د مختلفو لوبډلو په نوملړ کې یو ځای شول.

د یاد لیګ سیالۍ به د جون په څلورمه پیل او تر ۱۴مې به دوام وکړي.

د کابل پریمیر لیګ لومړنی پړاو تېر ۲۰۲۳ کال د جولای له ۲۴مې د اګسټ تر دویمې په کابل کې ترسره شوی وو چې په پای لوبه کې یې شاهین هېنټرز د کابل زلمي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د کابل پریمیر لیګ لومړنۍ اتلولي وګټله.