سریلانکا او سکاټلینډ ښځینه نړیوال جام ته لار ومونده

د ښځو شل اووریز نړیوال جام او له غواروي پړاو د دوو لوبډلو لارموندنه

د ښځو د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام لپاره چې سږکال د بنګله دېش په کوربتوب د اکټوبر له ۳مې تر ۲۰مې نېټې ترسره کیږي، په غوراوي پړاو کې دوه لوبډلې بریالۍ شوې.

د غوراوي پړاو په نیمه پای لوبه کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، د سریلانکا د ښځو لوبډلې اماراتو ته او د سکاټلېنډ د ښځو لوبډلې ایرېلنډ ته په ماتې ورکولو نړیوال جام کې خپل ګډون یقیني کړ.

د سریلانکا او سکاټلېنډ د ښځو لوبډلې به سبا سه شنبه د غوراوي پړاو پای لوبه ولوبوي، خو دواړو لوبډلو نړیوال جام ته لار پیدا کړې.

د ښځو د شل اووریز نړیوال جام لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي. چې په هر ګروپ کې به پنځه-پنځه لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبیږي.

د سکاټلېنډ د ښځو لوبډلې د لومړي ځل لپاره دغې نړیوال جام ته لار پیدا کړې او د کرېکټ د نړۍ له مخکښو ښځینه لوبډلو سره به سیالي کوي.

په ټوله کې تر دې دمه د ښځو اته شل اووریز نړیوال جامونه ترسره شوي چې شپږ اتلولۍ اسټرالیا، یوه انګلېنډ او یوه ویسټ انډیز ګټلې ده.

د ښځو لومړنی شل اووریز نړیوال جام په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شوی وو چې اتلولي یې د انګلېنډ ښځینه لوبډلې ګټلې وه.

په هر حال، په سږني شل اووریز جام کې د هند، اسټرالیا، نیوزیلنډ، پاکستان، سریلانکا، سویلي افریقا، انګلېنډ وېسټ انډیز، بنګله دېش او سکاټلېنډ ښځینه لوبډلې لوبیږي.