ګلبدین نایب د اې پي ایل لپاره هند هیواد ته رسیدلی

د بل افغان لوبغاړي د بخت ستوری هم ای پي اېل کې وځلېد

ډهلي کاپیټلز لوبډلې د افغانستان د ملي لوبډلې وتلی الراونډر او پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب سره د تړون رسماً اعلان وکړ. یادې لوبډلې په خپل اېکس پاڼه لیکلي “د افغانستان پیاوړی لوبغاړی اوس د ډهلي کاپیټلز برخه دی. نایب ته د ټپي شوي استرالیايي لوبغاړي مېچل مارش د بدیل لوبغاړی په حیث هرکلی وایو.”

ګلبدین هم پرون له کابل هوایي ډګر څخه په خپلو رسمي پاڼو لیکلي وو “هند ته روان یم چې په ای پي ایل کې برخه واخلم. دا مې هیله وه چې په دغه ستر لیګ کې ګډون وکړم، زده کړې او ښو لوبو ته سترګې په لار یم.”

ګلبدین نایب له کابل هوایي ډګر څخه هند ته د تګ پر مهال

دا په داسې حال کې ده چې د ډهلي لوبډلې اسټرالیایی الراونډر مېچل مارش ټپي شوی او نوموړی د درملنې لپاره د اسټرالیا کرېکټ بورډ له خوا خپل هېواد ته غوښتل شوی دی.

ګلبدین نایب د هند پر وړاندې د وروستۍ شل اوریزې لوبلړۍ په دوو لوبو ښه ځلېدلی وو، ځکه یې د ای پي اېل لوبډلو او هندي مینه والو پام ځان ته را اړولی دی.

په دې سره ګلبدین نایب په ټوله کې یوولسم افغان لوبغاړی دی چې په هندي لیګ کې پیرل کیږي، او په سږني ای پي اېل کې نهم افغان لوبغاړی دی چې ګډون کوي. دا لمړی وار دی چې ډهلي لوبډله یو افغان لوبغاړی له ځان سره کوي.

سږکال په ګجرات ټایټنز لوبډله کې درې افغان لوبغاړي، کلکتې کې دوه، سنرایزرز حیدراباد، ممبۍ انډینز، لکنو سوپر جاینټز او ډهلي کیپټلز کې یو-یو افغان لوبغاړی لوبیږي.


تر دې وړاندې ظاهر خان هم په ۲۰۱۸ کال کې راجستان لوبډلې له ځان سره کړی وو خو په رسمي لوبو کې د ټپونو له وجې ګډون ونه شو کړای. مجیب ځدراڼ هم د ای پي اېل په څو پړاوونو کې لوبېدلی.

په همدې حال کې ای پي اېل درېیم سوداګریز لیګ دی چې ګلبدین نایب به په کې ولوبیږي.
نایب تر دې وړاندې د افغانستان پریمیر لیګ ها خوا د بنګله دېش پریمیر لیګ او د متحده عربي اماراتو لس اوریز کرېکټ لیګ کې له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېدلی.