سونیل نراین په شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون غوښتنې رد کړې


سونیل نراین په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون لپاره د خپلو لوبغاړو او مینوالو غوښتنې رد کړې

د ویسټ انډیز تقاعد شوي الراونډر سونیل نراین په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې خپل نه ګډون تایید کړ.

نراین چې دا مهال په ای پي اېل کې د ګوتم ګمبیر تر روزنې لاندې په کلکتې لوبډله کې لوبیږي او په دې وروستیو کې د پیلیز لوبغاړي په توګه هم لوبې ته راوځي، خورا ښه ځلېدلی او تېرو څو سیالیو کې یې یوه سلیزه هم جوړه کړه.

د نراین د ښې کارکردګۍ په درشل کې د نوموړي مینه وال، کرېکټ شننونکي او په ځانګړې توګه د ویسټ انډیز متقاعد لوبغاړي او لوبډلمشر رومن پاول له نراین غوښتي چې خپل تقاعد بېرته واخلي او د هېواد لپاره یې په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې ولوبیږي.

خو تازه نراین د دې ټولو غوښتنو په ځواب کې په خپل انسټګرام کې داسې لیکلي چې: «خوشاله او منندویه یم چې په دې وروستیو کې زما د ښې کارکردګۍ له امله ډېری خلک ما بېرته راتګ او تقاعد اخیستو ته هڅوي او غواړي په نړیوال جام کې ولوبېږم. خو ما په خپله خوښه د تقاعد پرېکړه کړې، نه غواړم څوک له ځان خفه کړم، دا دروازه اوس د ځان لپاره تړلې بولم خو زه د ټولو هغو ملګرو ملاتړ کوم چې د جون په میاشت کې د وېسټ انډیز لپاره میدان ته ښکته کیږي. هغه ځوانان چې په تېرو څو میاشتو کې یې سخت کار کړی.»

ویسټ انډیزی الروانډر سونیا نراین له ۲۰۱۹ کال راهیسې د خپل هېواد لپاره نه دی لوبېدلی او د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې یې له نړیوال کرېکټ تقاعد اعلان کړ خو ډېری ویسټ انډیزي لوبغاړي له نږدې ۱۲ میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دي چې نراین د خپل تقاعد له پرېکړې را وګرځوي.