د اې پي اېل په سږني پړاو کې نه ماتېدونکي ریکارډونه

د نړۍ تر ټولو ستر او معتبر کرېکټ لیګ ای پي اېل په سږني پړاو کې لوبغاړو په ځانګړې توګه د سنرایزرز حیدراباد توپ وهوونکو په خپلې بریدګرې توپ وهنې سره د داسې ریکارډونو بنسټ کېښود چې په هېڅ سوداګریز لیګ کې نه وو تکرار شوي او یا یې تکرار شوي ریکارډونه مات کړل.

سږکال د لومړي ځل لپاره حیدراباد په ای پي اېل کې د ممبۍ پر وړاندې د ۲۷۷ منډو لومړنی لوړ هدف جوړ کړ چې په دې سره یې په ۲۰۱۳ کال کې په ای پي اېل کې د رویل چلېنجرز بنګلور د ۲۶۲ منډو د لوړ هدف ریکارډ مات کړ.

یادې لوبډلې د ای پي اېل په دوام کې په یوه بله بربدګره لوبه کې د رویل چلېنجرز بنګلور پر وړاندې د ۲۸۷ منډو ستر هدف جوړ کړ چې په ورته وخت تراوسه په هېڅ کوم سوداګریز لیګ یا شل اوریز کرېکټ کې دومره ستر هدف نه دی جوړ شوی.

او په همدې حال کې یې له ډهلي کپیټلز سره په خپله بله لوبه کې په پاور پلی یا پیلیزو شپږو اورونو کې د نړۍ په فرنچائز یا سوداګریزو لیګونو او شل اوریز کرېکټ کې بل نوی ریکارډ ثبت کړ.

حېدراباد د ټراوېس هېډ او ابشېک شرما د بریدګرې توپ وهنې پر مټ په پاور پلی کې ۱۲۵ منډې جوړې کړې چې دغه رقم تراوسه په هېڅ فرنچائز لیګ او شل اوریز کرېکټ کې نه دی ترسره شوی. او په ای پي اېل کې هم د وروستي ځل لپاره د کلکتې لوبډلې په ۲۰۱۷ کال کې د بنګلور پر وړاندې په پاور پلی کې ۱۰۵ منډې جوړې کړې وې.

بل لور په پاور پلی کې د ټراوېس هېډ ۸۴ منډې جوړول د ای پي اېل په تاریخ کې په پیلیزو شپږو اورونو کې دویمې سترې منډې دي، تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې سورېش رینا د پنجاب کېنګز پر وړاندې ۸۷ منډې کړې وې.

په همدې حال کې د ډهلي پر وړاندې لوبه کې د سنرایزرز حېدراباد پیلیزو توپ وهوونکو په پاور پلی کې ۲۴ بونډریانې ترسره کړې چې دا د نارینو په شل اوریز کرېکټ کې تر ټولو ډېرې بونډریانې دي او په دې سره یې په ۲۰۱۴ کال کې د ساسېکس پر وړاندې په پاورپلی کې د سریلانکا د ۲۰ بونډریانو ریکارډ مات کړ.

سنرایزرز حیدراباد په یو بل ریکارډ کې له لسو اورونو په کمو هغو کې ۱۵۸ منډې جوړې کړې چې په دې سره یې په شل اوریز کرېکټ کې له لسو په کمو اورونو کې د ۱۵۰ منډو ریکارډ مات کړ.

او بل لور تر دې دمه په ای پي اېل کې تر ټولو ستره ملګرتیا د کوینټن ډيکاک او کېل راهول ترمنځ وه چې د چنای سوپر کېنګز پر وړاندې یې ۱۳۴ منډې جوړې کړې خو دا چې سږکال به دا ریکارډ د کومې لوبډلې لوبغاړي ماتوي په راتلونکو لوبو کې به ولیدل شي.