لوبغاړي؛ بورډ توپیري چلند کوی. بورډ؛ دوي کارکردګي نلري

ځوان لوبغاړو شفیق الله غفاري او ذهیب زمانخېل د لندن پر لور هېواد پرېښود

له هېواده د ځوانو کورنیو لوبغاړو د وتلو په لړۍ کې تازه د کورني کرېکټ بل لوبغاړي ذهیب زمانخېل هم د لندن پر لور له وطن سره مخه ښه وکړه.

نوموړي څه موده وړاندې په وطن کې له کرېکټ کولو استعفا وړاندې کړې وه خو کوم کره لامل یې نه وو په ډاګه کړی.

تر دې وړاندې د شفیق الله غفاري په نوم د کورني کرېکټ لوبغاړي هم وطن پرېښود او په لندن کې یې له یو کرېکټ کلب سره د تړون له مخې خپل کرېکټ ته په یاد هېواد کې دوام ورکړ.

له هېواده د ځوانو لوبغاړو د وتلو په دوام کې کرېکټ بورډ ای سي ای ته په دې اړه وویل چې یادو لوبغاړو په کورني کرېکټ کې پرفامنس نه دی کړی او د کورني یا ډومسټېک کرېکټ تړونونه نه لري او په وروستیو کې له هېواده بهر په سیالیو بوخت وو.

خو په ورته مهال لوبغاړي بیا د کرېکټ بورډ دا څرګندونې ردوي او ای سي ای ته زیاتوي چې همدا اوس هم داسې لوبغاړو ته موقع ورکول کیږي چې هېڅ کورنی کرېکټ یې نه دی کړی، حتی داسې لوبغاړي شته چې د قوش تپې په ملي سیالیو کې د لوبېدو فرصت ورکړل شوی، خو له موږ سره توپیري چلند کوي.

په همدې حال کې له هېواده تازه وتلي ځوان لوبغاړي شفیق الله غفاري د کرېکټ شننونکي او خبریال جعفر هاند پر تازنۍ لیکنې په تبصره کې په ګیله من اندازه داسې لیکلي: «په کومه خاوره چې د وړتیا پرځای روابطو ته لومړیتوب ورکول کېږي نو وړتیا حقداره ده چې خپل ځان ته هرځای کې ښه او مناسب مقام پیدا کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د کورني کرېکټ ځوان لوبغاړي دوی د موقع نه ورکولو له امله له کرېکټ بورډ ورته شکایت کوي. په ورته وخت کې کرېکټ بورډ هم د لوبغاړو لخوا د اصولو او شرایطو نه مراعطولو یادونه کوي او لوبغاړو ته د بهرنیو کلبونو او لیګونو نسبت، کورني کرېکټ ته د لمړیتوب سپارښتنه کوي تر څو دوي په کورني ملي لیګونو کې د کورني کرزکټ د کارکردګۍ پر بنیاد انتخاب شي.