د کرېکټ نړیوال جام لپاره د نړیوالې شورا حیرانوونکې بودیجه

 

د کرېکټ نړیوالې شورا په روان شل اوریز نړیوال جام کې د هر پړاو لوبډلو لپاره ورکول کېدونکي نغدي امتیازات په ډاګه کړل.

په ټوله کې سږکال د نړیوال جام ګډون کوونکو لوبډلو ته ورکول کېدونکی امتیاز ۱۱.۲۵ میلیونه ډالر ټاکل شوی دی چې له دې جملې ۲.۴۵ میلیونه ډالر د اتلولۍ ګټوونکې لوبډلې ته او ۱.۲۸ میلیونه ډالر د نیمه اتلولۍ ګټوونکې یا دویم مقام لوبډلې ته ورکول کیږي.

په ورته مهال هرې ګډون والې لوبډلې ته به د ټولو لوبو ۲ لکه ۲۵ زره ډالر ورکول کیږي ان که ټولې لوبې هم وبایلې.

له دې ور ها خوا د اتو او څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې هم د لوبډلو لپاره جلا امتیازات په نظر کې نیول شوي دي.

هغه لوبډلې چې د اتو غوره لوبډلو یا سوپر اېټ پړاو کې پاتې راځي هرې یوې ته به یې ۳ لکه ۸۲ زره ۵۰۰ ډالر ورکول کیږي.
او هغه لوبډلې چې د څلور غوره لوبډلو پړاو یا نیمه پای لوبې ته لار پیدا کوي هرې یوې ته به یې ۷ لکه ۸۷ زره ۵۰۰ ډالر ورکول کیږي.
یادې ټولې هغه لوبډلې دي چې د نړیوال جام په نوملړ کې تر اتو مقامونو راځي.

بل لور د نورو مقامونو لوبډلو ته هم ځینې جلا امتیازات ورکول کیږي لکه له اتو مقامونو وروسته لوبډلو ته چې له نهم تر دولسم مقام پورې راځي هره یوه به ۲ لکه ۴۷ زره ۵۰۰ ډالر ترلاسه کوي.
او له ۱۳م تر تر شلم مقام پورې لوبډلې به ۲ لکه ۲۵ زره ډالر ترلاسه کوي.

په همدې حال کې په روان نړیوال جام کې به په ټوله کې د هرې لوبې ګټوونکې لوبډلې ته د بریا په سر ۳۱ زره ۱۵۴ ډالر ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دا د کرېکټ نړیوالې شورا په تاریخ کې ترټولو ستر شل اووریز نړیوال جام دی.

په دې جام کې د ګډون والو لوبډلو د زیات شمېر ترڅنګ په لویه کچه امتیازات هم ټاکل شوي، تر دې وړاندې په نړیوالو جامونو کې دومره لوی نغدي امتیازات نه وو ورکړل شوي.

هم مهاله په روان نړیوال جام کې ټولې ۵۰ لوبې د ۲۸ ورځو په اوږدو کې د امریکا او ویسټ انډیز په ګډ کوربتوب په نهو بېلابېلو لوبغالو کې ترسره کیږي.