شل اووریز نړیوال جام: د بنګله دېش پر ځای سکاټلینډ

کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، چې په هند او سریلنکا کې راروان شل اوریز نړیوال جام کې به دبنګله دېش پر ځای سکاټلنډ لوبېږي

وروسته له هغې چې بنګالی چټک توپ اچوونکی مستفیظ الرحمن د هند له غوره لیګ لیرې کړای شو د هند او بنګله دېش تر منځ کړکېچ لا زیات شوی ،چې په پایله کې د بنګلدېش کرکټ بورډ په هند کې د خپلو لوبغاړو او چارواکو د خوندیتوب او امنیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې. دوی په رسمي ډول له آی سي سي غوښتنه وکړه چې لوبې یې سریلانکا ته ولېږدول شي. سره له دې چې سریلانکا ګډ کوربه هېواد دی، آی سي سي لا له وړاندې د سیالیو مهالوېش اعلان کړی و او د بنګلدېش لوبې یې په هند کې ټاکلې وې.

کرکټ نړیوالې شورا د امنیتي کارپوهانو له لوري هند کې امنیتي ارزونې ترسره کړې. په پایله کې د آی سي سي له خوا وویل شول چې دبنګله دېش کرکټ لوبډلې لوبغاړو، چارواکو او مینه والو ته په هند کې د لوبېدو په تړاو هېڅ کوم تأیید شوی ګواښ نشته.

د آی سي سي په وینا دا چې د سیالیو پیل کېدو ته کم وخت پاتې دی نو له همدې امله، دبنګله دېش کرکټ بورډ د غوښتنې پوره کول ممکن نه دي.

د کرکټ نړیوالې شورا ،بنګله دېشکرکټ بورډ ته د تېرې چهارشنبې په ورځ ۲۴ ساعته وروستی مهلت ورکړل شوی وو چې تایید کړي، ایا لوبډله به د اعلان شوي مهالوېش له مخې په هند کې لوبې وکړي که نه.

خو بنګالۍ لوبډله بیا هم په خپل دریځ ولاړه وه او هند ته له تلو یې انکار وکړ .

دبنګله دېش کرکټ بورډ مشر امین الاسلام هم ویلي وو “که د نږدې ۲۰۰ میلیونه نفوس لرونکی هېواد له نړیوال جامه پاتې شي، نو آی‌سي‌سي به په لویه کچه خپل لیدونکي له لاسه ورکړي.”

په ورته وخت کې د پاکستان کرکټ بورډ دې موضوع کې دبنګله دېش حکومت ترڅنګ ولاړ و، محسن نقوي د پاکستان کرکټ بورډ مشر په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي”زه فکر کوم له بنګلدېش سره ناعادلانه چلند شوی دی.
دا سمه نه ده چې د یوه هېواد [هند] لپاره هر څه روا وي، خو له نورو هېوادونو تمه وشي چې بلکل برعکس چلند وکړي.
همدا لامل دی چې موږ دا دریځ خپل کړی او په ښکاره مو ویلي چې پر بنګلدېش ظلم شوی دی.
بنګلدېش باید په نړیوال جام کې ولوبېږي، ځکه هغوی د کرکټ یو مهم او اساسي برخه‌وال دي”.

وروسته له هغې چېبنګله دېش په هند کې له لوبېدو انکار وکړ ، د کرکټ نړیوالې شورا د سکاټلنډ ملي لوبډله د بنګلدېش پرځای په نړیوال جام سیالیو کې شامله کړه ، چې په (سي) ګروپ کې به د انګلستان، ایټالیا، وېسټ انډیز او نیپال سره ولوبیږي.