افغان نولس کلن یو وار بیا د نړیوال جام په پای لوبه کې

افغان نوولس کلنه لوبډله په نیمه پایلوبه کې
افغان ۱۹کلنو ځوانانو آیرلنډ ته په ماتې ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۱۹کلنو نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته ووتله.

افغان لوبغاړو د یوې په زړه پورې لوبې وروسته آیرلنډ ته د ۱۹۱ منډو په توپیر لویه ماته ورکړه.

سوپر سېکس پړاو کې له یوې بریا او یوې ماتې وروسته افغان ځوانان د آیرلنډ په وړاندې مهمې او برخلیک ټاکونکې لوبې لپاره میدان ووتله.
لوبډلمشر محبوب خان د لوبې پچه وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه.
که څه هم افغان لوبډلې خپلې دوه لومړئ وېکټې ژر له لاسه ورکړې خو وروسته، منځنیو لوبغاړو ښکلې لوبه ترسره کړه.
د فیصل شینوزاده او لوبډلمشر محبوب خان ترمنځ د ۱۸۸ منډو اوږده ملګرتیا ترسره شوه چې په پایله کې افغان لوبغاړو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۵ منډې ترسره او آیرلنډ ته یې د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه.
فیصل شینوزاده یو ځل بیا بهترینه توپوهنه ترسره کړه او ۱۶۳ ډیرې منډې یې ترسره کړې. ورسره لوبډلمشر محبوب خان په ۷۹ توپونو ۸۹ منډې وکړې.

د یاد هدف څخه په دفاع کې افغان توپ اچوونکو ښه لوبه پیل کړه او د آیرلنډ لوبغاړي یواځې د ۱۲۴ منډو په جوړولو وتوانېدل.
عبدالعزیز او عقیل خان درې درې، نصرت نورستاني او روح الله عرب یو یو لوبغاړی وسوځوه.

فیصل شینوزاده د ۱۹کلنو نړیوال جام کې د کریم جنت ۱۵۶ ډیرو انفرادي منډو ریکارډ په خپل نوم کړ او په ۱۴۲ توپونو یې ۱۶۳ منډې جوړې کړې، او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

په ورته وخت کې د ۱۹کلنو نړیوال جام کې د افغانستان لپاره په څلورمه وېکټ تر ټولو اوږده ملګرتیا هم د محبوب خان او فیصل شینوزاده ترمنځ ترسره شوه.

لدې بریا سره افغان لوبډله د درېیم ځل لپاره د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووته.
له بریا وروسته د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په خپل فېسبوک پاڼې د ځوانانو بریا مبارکئ ترڅنګ ددوي د پرمختګ د دوام غوښتنه یې کړې.
د راشد ترڅنک یو شمیر ډیرو نورو ملي لوبغاړو هم د دې بریا مبارکي ویلی.
د افغانستان ترڅنګ لدې ګروپه آسټرالیا د اتو نمرو سره بل پړاو ته لار موندلې ده.

له دویم ګروپه انګلستان ،نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو او ۸ پواینټونو سره د نیمه پایلوبې ته ووتله.
د نیمه پایلوبې څلورمه لوبډله به د هند او پاکستان د لوبې وروسته په ډاګه شي.