افغان ۱۹کلن د نړیوال جام سوپر سېکس پړاو ته ووتل

افغان نولس کلنې لوبډلې په روان پنځوس اوریز نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه کې د وېسټ انډیز لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام په لړ کې د جنوبي افریقا پر وړاندې له لومړۍ بریا وروسته افغان ځوانان د وېسټ انډیز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شول.
لوبډلمشر محبوب خان د پچې له ګټلو وروسته د لومړۍ توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افعان لوبغاړو پیل ډېر ښه و او د لوبډلمشر محبوب د ۸۶ او عثمان سادات ۸۸ ډېرو منډو پر مټ یې وېسټ انډیزۍ لوبډلې ته د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.

د بالرانو له ډلې وحید ځدراڼ لوبډلې ته د هدف په دفاع کې لوبې ته ښه پیل ورکړ او په خپلو درېو لومړیو اوورونو کې یې د سیالې لوبډلې ۳ مهم لوبغاړي له ډګره بهر کړل.
وروسته د نورستاني عمرزي په راتګ د وېسټ انډیز لوبډله نوره هم له ستونزو سره مخ شوه او ویې کړای شو چې په ۷ اورونو کې یواځې د ۱۶ منډو په ورکولو ۴ لوبغاړي وسوځوي.

د نورستاني او وحید ترڅنګ خاطر ستانکزی هغه ځوان لوبغاړی وو چې په خپلې بېسارې کارکردګۍ یې د وېسټ انډیز ۱۹کلنې لوبډلې پاتې درې لوبغاړي وسوځول او په خپلو ترسره کړو پنځو اوورونو کې یواځې ۲۰ منډې ورکړې.

د وېسټ انډیز ۱۹کلنو ځوانانو لوبډلې یواځې د ۱۲۴ منډو په جوړولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې د ۱۳۸ منډو په لوی توپیر وبایلله.

لوبډلمشر محبوب خان د په ۶۹ توپونو د ۸۶ منډو په ترسره کولو د لوبې غوړه لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د افغان لوبډلې په څیر وېسټ انډیز هم خپله لومړۍ لوبه په ښه توپیر له تانزانیا لوبډلې ګټلې وه، خو ویې نشو کړای د افغان توپ اچوونکو په وړاندې ښه ولوبیږي.

که څه هم نولس کلنو ځوانانو په دې وروستیو کې ښې لوبې نه وې ترسره کړې په تېره بیا د ۱۹کلنو آسیا جام سیالیو کې یې د تمې خلاف ښه کارکردګي ونکړه خو لوبغاړو وکولی شول پیاوړي راوګرځي او په روان نړیوال جام کې یې خپلې دواړه ترسره شوې لوبې په ښه توپیر وګټلې.

ټاکل شوې افغان ځوانان د نړېوال جام په اوږدو کې چهارشنبې په ورځ خپلې درېمې لوبې کې د تانزانیا ۱۹ کلنو لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.