د افغانستان او سریلانکا د وروستیو لوبلړیو او لوبو ارزونه


افغانستان د سریلانکا پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه، یو ورځنۍ او شل اوریزه لوبلړۍ ولوبوله خو د دې ټولو لوبو له جملې یې یوازې یوه وګټله.

دا چې لاملونه یې څه وو، دلته ورباندې رڼا اچول شوې.

په ټوله کې افغان لوبغاړو هغه ډول چې تمه کېده ښې لوبې ونه کړې.
په افغان لوبډله کې یوه عمده ستونزه د راشد او مجیب نه شتون هم وو چې حتی په مقابله لوبډله یې د نشتوالي اغېز ښکارېده.

راشد خان هغه لوبغاړی دی چې ډېر کله افغانستان پرې په سختو حالاتو کې تکیه کوي او د لوبغاړو د ډاډ او هیلو سترګې ښاغلي خان ته ور اوړي. خو د سریلانکا په سفر کې نه یوازې افعان لوبغاړو ته د راشد نه شتون تشه او ستونزه وه بلکې سریلانکا هم له دې فرصت برخمنه وه چې ډاډه او پرته له کوم رواني فشار او وېرې لوبه وکړي.

افغانستان چې د پیاوړتیا ټکی یې توپ اچوونه ده او بیا سپېن بولېنګ دی د سریلانکا پر وړاندې لوبه کې یې د راشد او مجیب د نه شتون له امله دا مورد خورا پیکه وو او همغه وو چې د سریلانکایي لوبغاړو د بریدګرې لوبې مخه نه شوه ډب کېدلی.


دویم د لوبغاړو د غوراوي معیار وو چې په پام کې نه وو نیول شوی او حتی هغه لوبغاړي هم چې له ډېرې مودې راهیسې هېڅ ښه نه دي لوبېدلي او نه ځلیدلي، لوبډلې ته غوره شوي وو.
پر ځای د دې چې د سریلانکا په څېر نسبتاً کمزورې لوبډلې پر وړاندې باید ځوانو مستعدو لوبغاړو ته پام شوی وی او د لوبېدو موقع ورکړل شوی وی، څو د نړیوال جام او نورو جامونو لپاره د مخکښو او پیاوړو لوبډلو پر وړاندې وار د مخه ځوان لوبغاړي ازمویل شوی او وړ ترې غوره شوی وی.

دریم لوبډله کې د حساب ورکونې، وېرې نه احساس او مسوولیت منلو تومنه نشته، ځینې لوبغاړي پر دې ډاډه وي که هر څو خرابه لوبه هم وکړي بیا هم لوبډله کې شته او ځای ورکول کیږي. او د دې وېره نه لري چې له لوبډلې به
کېنول شي.

څلورم د لوبډلمشرۍ لپاره په وړ او اغېزمنې څېرې غور نه دی شوی، چې باید د وړتیا، مسؤولیت مننې، کارکردګۍ او فردي ځانګړتیاوو له مخې ټاکل شوی وی، ځکه د ځینو مخکښو لوبډلو ډېری لوبې یې لوبډلمشران ورته ګټي خو د افغانستان په اړه بیا خبره برعکس ده، لوبډلمشر د مشرۍ فشار لري او ډېری وخت دا فشار د دې لامل کیږي چې لوبه ترې خرابه شي.


پنځم د لوبې پر مهال ناسمې او نامناسبې پرېکړې وې چې د ماتو یو لامل هم ګڼل کېدی شي، د بېلګې په توګه د پچې ګټلو پر مهال د ډګر ساتنې پرېکړه په داسې حال کې چې افغانستان ډېرې لوبې د لومړۍ توپ وهنې او هدف نه د دفاع په پرېکړو ګټلي خو د سریلانکا پر وړاندې یې پرته له وروستۍ لوبې په ټولو لوبو کې لومړی د ډګر ساتنې پرېکړه کړې وه.

شپږم په افغان لوبډله کې تلپاتې او عمده ستونزه د ذهنیت نه چمتووالی او رواني فشار دی.
چې نه د توپ وهنې پر مهال د یو لوبغاړي له سوځېدو وروسته فشار او د وېکټو له لاسه ورکولو تسلسل اداره کولی شي او نه په توپ اچوونه کې د مقابلو توپ وهوونکو د ډېرو منډو له جوړولو وروسته د هغوی د منډو بهیر ورو کولی یا درولی شي.
بل لور سریلانکا ته د افغان لوبډلې په وخت نه رسېدل او اړین چمتووالی نه نیول.
ځینې افغان لوبغاړي د سیالیو ورځ وړاندې له سوداګریزو لیګونو سریلانکا ته ورسېدل او ورځ وروسته په یوولس کسیزه لوبډله کې لیدل کېدل. په داسې حال کې ستونزمنه ده چې یو لوبغاړی د ذهني او فزیکي لحاظه په بشپړه توګه اماده، او ښه لوبه وکړی شي.
دا په ټولیزه توګه هغه عمده ستونزې وې چې د سریلانکا پر وړاندې لوبلړیو پر مهال په افغان لوبډله کې لیدل کېدې.