افغانستان له هېڅ بریا پرته دویمه لوبلړۍ هم له لاسه ورکړه


افغان لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ د دویمې لوبې په بایللو سره یاده لوبلړۍ هم وبایلله.

که څه هم د لوبې پچه افغانستان ګټلې وه خو توپ اچوونه یې غوره کړه.

په داسې حال کې چې افغان لوبډله د هدف پوره کولو پر محال فشار په ښه توګه نه شي اداره کولی خو یو ځل بیا یې د هدف پوره کول غوره وبلل خو د ډېر کله په څېر بیا هم په کې پاتې راغله.

بل لور د افغانستان په لوبډله کې د راشد او مجیب نه شتون بېل احساسیږي لکه د تېرو او نننۍ لوبې په څېر چې افغان لوبډلې د توپ اچوونې برخه کې د سریلانکا مخه ونه شوه نیولی.

افغان لوبډلې د توپ اچوونې ښه پیل نه درلود که هر څو یې د سریلانکا لوبغاړي هم ژر له مخې لېرې کړل خو بیا یې هم په وروستیو کې د سریلانکایي لوبغاړو د تېزې توپ وهنې مخه ډب نه شوه کړی او همغه وو چې یو ځل بیا یې پر افغان لوبډلې ډېرې منډې وکړې او ۱۸۸ منډې هدف یې ورکړ.

افغانستان یو ځل بیا هم په توپ وهنه کې بېکار پیل لرلو او پیلیز او منځني لوبغاړي یې زر له لاسه ورکړل چې له امله یې د هدف پوره کول ستونزمن شو او پاتې لوبغاړو فشار واخیست.


افغان لوبغاړي د معمول په څېر د هدف پوره کولو پر مهال په ځان ډېر باوري نه ښکاري او هر لوبغاړی د وېکټې له لاسه نه ورکولو مدیریت نه شي کولی او نه هم د لوبغاړو له زر-زر سوځېدو وروسته فشار کابو کولی شي لکه په نننۍ لوبه کې چې هېڅ لوبغاړي د توپ وهنې د مسوولیت پوره کولو باور نه درلود.

افغانستان نننۍ لوبه هم په لوی توپیر ۷۲ منډو وبایلله او په دې سره یې په ټوله کې د سریلانکا پر وړاندې د بریا خپلولو تمې پرې شوې.

افغان او سریلانکایي لوبډله یوازې یو لوبه لري چې د چهارشنبې په ورځ به یې ولوبوي نور د دواړو لوبډلو سفر پای ته رسیږي خو له بده مرغه افغان لوبغاړو ته له کومې لاسته راوړنې پرته.