افغانستان لمړۍ شل اووریزه لوبه هم سریلانکا ته ورکړه

افغانستان له یوې ټېسټ لوبې او یو ورځنۍ لوبلړۍ وروسته د شل اوریزې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه هم سریلانکا ته ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او په خپله خوښه یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

سریلانکا په ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

افغانستان په توپ اچوونه کې ښه پیل واخیست او د سریلانکا د لوبغاړو په زر اوټ کولو یې مقابله لوبډله تر فشار لاندې راوړله.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي، نوین الحق او عظمت الله عمرزي غوره توپ اچوونه وکړه او د کمو منډو په ورکولو فاروقي درې او عمرزي او نویم دوه -دوه لوبغاړي وسوځول.

خو له پاور پلی وروسته سریلانکایي لوبغاړو فشار کابو کړو او د لوبډلمشر هسرنګا په غوره توپ وهنې یې افغانستان ته نسبتاً ښه هدف ورکړ.

افغان لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې توپ وهنه ښه پیل کړه خو یو وار بیا یې خپل مسؤولیت ادا نه کړ او د توپ وهنې د مسوولیت ادا کولو ډېر کم څرک په کې ښکارېده، د پیلیز لوبغاړي رحمن الله ګربز زر سوځېدو په پاتې لوبغاړو فشار زیات کړ.

که څه هم هدف دومره لوړ نه وو او افغانستان په پاور پلی کې ښه توپ وهنه وکړه خو د لوبغاړو د بې احتیاطه توپ وهنې له امله یې ونه شول کولی د وېکټو له لاسه ورکولو تسلسل ودروي چې لوبه یوازې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ته پاتې شوه او نوموړي هم ونه شول کولی له وروستي اوور ښه ګټه پورته کړي، ښه پای ورکړي او همغه وو چې لوبه یې په ډېر کم توپیر په وروستي اوور کې په څلورو منډو سریلانکا ته وبایلله.

افغانستان او سریلانکا به د دویمې شل اوریزې لوبې لپاره د دوشنبې په ورځ مخامخ شي.