د سریلانکا خلاف ټېسټ، دریمه ورځ او د افغان لوبډلې هیله بخښوونکې لوبه

د افغانستان او سریلانکا د ټېسټ لوبې دریمه ورځ او د افغان لوبغاړو هیله بخښوونکې او غوره لوبه

افغان لوبډلې د سریلانکا خلاف یواځینۍ ټېسټ لوبه کې نن د تېرو دوو ورځو په پرتله نسبت ښه توپ اچوونه او توپ وهنه وکړه.

افغان تازه دمو لوبغاړو نن سریلانکا پرېنښوده چې ډېرې منډې جوړې کړي او یوازې د ۲۹ منډو په کولو یې پاتې څلور لوبغاړي هم له لاسه ورکړل.

په افغان توپ اچوونکو کې نوید ځدراڼ د سریلانکا څلور لوبغاړي له میدان وویستل او د توپ اچوونې یوه داسې ننداره یې وړاندې کړه چې په تېرو دوو ورځو کې کمه تر سترګو کېده.


د نوید ځدراڼ له نننۍ غوره توپ اچوونې داسې برېښي چې ښایي افغانستان د اوږد مهال لپاره یو ښه چټک توپ اچوونکی پیدا کړي.

په ورته مهال نن افغان لوبډلې د خپلې توپ وهنې په پاڼۍ کې هم خپل مسوولیت تر ډېره پر ځای کړ، د ابراهیم ځدراڼ او نورعلي ځدراڼ غوره توپ وهنې د افغانستان د بریا هیلې یو څه را ژوندۍ کړې.

د توپ وهنې په دویمه پاڼۍ کې تره او وراره، نور علي ځدراڼ او ابراهیم ځدارڼ افغانستان ته هغه پیل ورکړ چې شدیده اړتیا یې وه. دواړو تر سلو زیاتو منډو ملګرتیا وکړه، او افغانستان ته یې یو ښه ځاې کې قرار ورکړ.


خو تر دې دمه افغانستان لا د سریلانکا د منډو قرضدار دی او باید ۴۲ نورې منډې وکړي چې د سرېلانکا منډې پوره کړي او له هغې وروسته یو مناسب هدف وټاکي تر څو د لوبې د ګټې یا مساوات چانس ولري.

په همدې حال کې په نننۍ لوبه کې رحمت شاه هم د خپلې لومړۍ ښې توپ وهنې په څېر یو ځل بیا نن ښه توپ وهنه وکړه او د دریمې ورځې تر پایه له ابراهیم ځدراڼ سره په ناسوځېدلو منډو ولاړ دی.