د فرید ملک له خوا پر لیلام شوي مډال له ۵ زره ډالرو پورته بولي

د کرېکټ ملي لوبغاړي فرید ملک له خوا د سپینو زرو پر لیلام شوي مډال تر زر ډالرو پورته بولۍ وهل شوې.

په همدې حال کې افغان هنرمند میرخان مقري ویلي چې د فرید ملک مډال تر درې زره ډالرو پورې اخلي.

خو په ورته مهال د افغان کرېکټ ملاتړې او مینه والې وژمې ایوبي پرې بیا تر پنځه زره ډالرو پورې بولۍ وهلې.

 


له بل خوا لوګر کې د ټرانسپورټي شرکت مشر ګلرېز شېرازد ویلي چمتو دی چې د فرید ملک مډال په پنځه نیم زره ډالر واخلي.

ملي لوبغاړي فرید ملک ویلي چې د پاکستان سره د تېرې لوبلړۍ پرمهال یې ترلاسه کړی د سپینو زرو مډال پلوري او پیسې یې له پاکستانه راشړل شویو افغان کډوالو سره مرسته کوي.

 

د فرید ملک دغه اقدام او اخلاص د مینه والو له خوا له پراخ هرکلي سره مخ شوی او له نورو لوبغاړو او شتمنو یې هم غوښتي چې له پاکستانه د راغلیو کډوالو لاسنیوی وکړي.

دا چې د فرید ملک پر مډال به بولۍ څو ته پورته کیږي او څوک به یې اخلي په لنډ وخت کې به یې ښاغلی ملک خپله اعلان وکړي.