د هندي لیګ بولي او افغان لوبغاړي

سبا په دوبۍ کې د کرېکټ د نړۍ تر ټولو معتبر شل اووریز لیګ IPL بولي ترسره کیږي.
له ټولو 1166 راجیسټر شویو لوبغاړو څخه یواځې 333 لوبغاړی وروستي پړاو (بولي) ته انتخاب شوي دي. د دوي د جملې 214 یې هندي لوبغاړي دي او 119 نور بهرني لوبغاړي دي. په خارجي لوبغاړو کې لس لوبغاړي د افغانستان څخه هم دي.

د IPL ټولې لس لوبډلې یواځې 77 نورو لوبغاړو ته اړتیا لري تر څو خپلې لوبډلې پوره کړي، د 77 له حملې شاید تر 30 پورې ټول خارجي لوبغاړي وي. مطلب دا چې رقابت سخت دی او له نیمو زیات بهرني لوبغاړي به هیڅ کومه لوبډله ونه پېري.

افغان لوبغاړي
هغه افغان لوبغاړي چې تیر کال په هندي لیګ کې لوبېدل، ټول یې خپلو لوبغاړو له ځان سره ساتلي (راشد خان، نور احمد، نوین الحق، رحمان الله ګربز، فضل الحق فاروقي)

 

د محمد نبي، مجیب الرحمن، او عظمت الله عمرزي په ګډون لس نور افغان لوبغاړي سبا بولۍ ته وړاندې کیږي. یو نوم چې په هندي رسنیو کې یې غوغا جوړه کړې، عمرزی دی. عمرزی په نړیوال جام کې د افغانستان لپاره یو ښه د تیز توپ اچوونکی الراونډر ثابت شو چې د کرېکټ په نړۍ کې نن سبا ډیر کم پیدا کیږي. نوموړي د ښې ګارکردګۍ سره د مختلفو لوبډلو پام ځان ته راړولی دی، وړاندوینه کیږي چې سبا به یې د یاد لیګ په بولۍ کې بازار ګرم وي.

د معلوماتو له مخې ګجرات به یوه له هغو لوبډلو وي چې عمرزی له ځانه سره کړي، دوي خپل لوبډلمشر او د تیزې توپ اچوونې الراونډر پانډیا له لاسه ورکړ، عمرزی په ښه توګه دغه تشه ډکولی شي. چیناې، راجستان او حیدراباد لوبډلو هم د نوموړي په رانیولو کې علاقه ښودلې ده.


د عمرزي تر څنګ د ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد او وقار سلامخیل د اخیستلو چانس هم شته. ابراهیم په نړیوالو سیالیو کې خپله وړتیا ښودلې، ښکاره مثالونه یې په اسیا جام کې د هند خلاف د لوبډلې ابرو ساتل او تیر نړیوال جام یادولی شو. قیس او وقار که څه هم په ملي لوبډله کې دومره نه دی لوبېدلی، خو په تجارتي لیګونو کې ډیر ښه ثابت شوي او شاید ددغې پر بنیاد لوبډلې یې پیرلو ته زړه ښه کړي.

افغان لوبغاړي او د پیل بیې

۱ – مجیب الرحمن (۲ کروړه هندي روپۍ)
۲ – محمد نبي (۱.۵ کروړه هندي روپۍ)
۳ – عظمت الله عمرزی (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۴ – محمد وقار سلامخیل (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۵ – ابراهیم ځدراڼ (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۶ – نجیب الله ځدراڼ (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۷ – قیس احمد (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۸ – فرید احمد (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۹ – اظہارالحق نوید (۳۰ لکه هندي روپۍ)
۱۰ – الله غضنفر (۲۰ لکه هندي روپۍ)

افغان لوبغاړو ته ښه چانس