راشد خان ولې د بېګ باش په راتلونکي پړاو کې نه لوبیږي

د افغان ملي لوبډلې غوره توپ اچوونکی او د کرېکت د نړۍ ستوری راشد خان د اسټرالیا د سوداګریز لیګ بېګ باش په راتلونکي پړاو کې نه لوبیږي.

د خان د نه لوبېدو لامل د نوموړي د ملا درد ښوول شوی.

د بېګ باش مسوولینو هم د یاد لیګ په رسمي فېس بک پاڼه د راشد خان د نه لوبېدو خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د ملا په برخه ټپي کې دی او د بېګ باش له ۱۳ پړاو وتلی دی. په دغه لیکلو کې زیاته شوې چې«موږ به دې یادوو راشده.»

 

د رسنیو د راپورونو له مخې د راشد خان ملا درد کوي او له همدې امله د درملنې لپاره برېټانیا ته تللی.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د اسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره یو ورځنۍ لوبلړۍ لغوه کړه او لامل یې هم افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو نقض ګڼلی وو.

 


اوس د کرېکټ ډېری شنونکي په دې باور دي چې ښایي راشد خان له افغانستان سره د اسټرالیا د لوبو د لغوه کولو له امله د بېګ باش راتلونکي پړاو له لوبولو لاس اخیستی وي خو تراوسه د افغانستان کرېکټ بورډ او راشد خان په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.