د عثمان خواجه سره د ای سي سي چلند او د نړیوالو لوبغاړو ځواب

 

له عثمان خواجه سره د ای سي سي وروستی چلند او پر وړاندې یې د نړیوالو لوبغاړو ځواب

اسټرالیایي لوبغاړي عثمان خواجه سره د فلسطین له خلکو د ملاتړ له امله د کرېکټ نړیوالې شورا وروستی چلند د نړیوالو لوبغاړو له خوا له غبرګون سره مخ شوی او ډېریو د نوموړي په ملاتړ را دانګلي.

تازه د اسټرالیا لوبډلمشر پټ کمېنز د خپل لوبغاړي د پیغام او دریځ ننګه کړې او ویلي یې دي، موږ د عثمان خواجه ملاتړ کوو، فکر کوم نوموړی د هغه څه لپاره دریځ اخلي چې ورباندې باور لري او دا کار په ډېر درناوي کوي.

 

پټ کمېنز وړاندې د ښاغلي خواجه پیغام تکرار کړی او زیاته کړې یې ده چې د ټولو ژوند مساوي دی او فکر نه کوم په دې د چا بې احترامي شوې وي.

تر دې وړاندې پخواني کرېکټر مایکل هولډېنګ د کرېکټ نړیواله شورا د عثمان خواجه پر وړاندې په دوه ګوني چلند تورنه کړې وه.

 

ښاغلي هولډېنګ نیوکه کړې وه که د کرېکټ نړیواله شورا داسې کوي نو ولې ځینو لوبغاړو ته د تورپوستو د حقونو په احترام په یو زنګون د کېناستو اجازه ورکوي.

عثمان خواجه له پاکستان سره د ټېسټ سیالیو د تمریناتو پر مهال د فلسطینیانو په ملاتړ په خپلو بوټانو د ټولو ژوند مساوي دی پیغام لیکلی وو چې د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا خبرداری ورکړل شو که له یاد پیغام سره بیا خپل بوټان په پښو کړي له لوبې به یې کېنوي.

 

نوموړي بیا د پاکستان پر وړاندې یاد بوټونه نه وو په پښو کړي خو د فلسطین له خلکو یې د ملاتړ لپاره په لاس توره پټۍ تړلې وه چې په دې وروستیو کې د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا ناغه شو.

د ای سي سي دا کار د مینه والو او ځینو لوبغاړو له نیوکو سره مخ شو.

 


عثمان خواجه دا مهال هم په خپلو سوشل اکونټونو د فلسطین د ملاتړ لپاره د خپل پیغام په اړه څرګندونې کوي او د نوموړي دا دریځ د ډېرو مینه والو له خوا سنایل شوی او ځینو لوبغاړو یې هم ملاتړ کړی.