د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ وروستۍ درېلوبیز شلاوریز سیریز، چې د ۲۰۲۶ له نړیوال جام وړاندې ترسره شو، د دواړو لوبډلو لپاره د چمتووالي یو مهم پړاو بلل کیږي. دا لوبلړۍ نه یوازې د پایلو له مخې مهمه وه، بلکې د لوبډلې د ترتیب برابرولو لپاره هم مهم ګڼل کېده.
د راشد خان په لوبډلمشرۍ ، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وېسټ انډیز ته په لومړۍ دوه سیالیو کې ماتې ورکړه خو په دریمه لوبنه کې د ۱۵۲ منډو هدف په پوره کولو کې ياتې راغله او د درې شل اوریزو لوبو لړۍ یې ۱-۲ په خپله ګټه پای ته ورسوله.
افغانستان په لومړیو دوو لوبو کې د لوبې کنټرول په بشپړ ډول په لاس کې درلود. توپوهنه او توپ اچونه دواړه برخې یې منظمې وې.
که څه هم افغان لوبغاړي په دوه لومړنیو لوبو کې ښه ولوبېدل او ښکلې لوبې یې ترسره کړې خو بیا هم په وروستۍ لوبه کې پرته له پیلیزو توپوهونکو نور هېڅ توپ وهونکی د ښو منډو په ترسره کولو او ملګرتیا جوړولو ونه توانېد .
وروستۍ لوبه کې رحمن الله ګربز ۷۳ او ابراهیم ځدراڼ ۲۸ منډې جوړې کړې، او وېسټ انډیزۍ لوبډله وتوانېده افغانستان ته د ۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړي.
په دې لوبلړۍ کې مجیب الرحمن او شامر سپرېنګر هغه دوه توپ اچوونکي وو چې هېټرېک یې وکړ. مجیب په دویمه لوبه او سپرېنګر د وروستۍ لوبې په ۱۹م اوور کې د راشد، شاهد کمال او رحمن الله ګربز د وېکټو په اخیستو هېټرېک وکړ.
له راشد خان او کریم جنت وروسته مجیب درېیم افغان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې هېټرېک کوي. دا د ۲۰۲۶ کال لومړی هېټرېک وو.
دروېش رسولي په درې لوبو کې د ۱۵۶ منډو په ترسره کولو سره د سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو. په منځنۍ برخه کې د دروېش ښه او په زړه پورې توپ وهنه هغه مثبت څه وو چې افغان لوبډلې لپاره به په نړیوال جام کې ښې پایلې درلودلی شي.
بلخوا لوبډلې ته د مجیب الرحمن بیا راتګ او ښه ځلېدل یې، په لومړیو اوورونو کې د افغانستان د بالېنګ برخه لا پیاوړې کړه، د نړۍ بهترنیه ورو بالرانو لرلو ورهاخوا په لوبډله کې د چټکې توپ اچوونې په برخه کې د نړیوال جام په لړ کې د نوین الحق نشتون څه ناڅه د اندېښنې وړ ده، نوموړی د ټپي کېدو له امله وېسټ انډیز سره د سیریز او نړیوال جام له نوملړه لرې کړای شو، او پر ځای یې ضیاالرحمن شریفي د لوبډلې برخه شو.
د دې سیریز ترسره کېدل او د افغان لوبډلې په ګټه یې پای ته رسېدل له نړېوال جام وړاندې د افغانستان لپاره یو ښه خبر دی.
افغان لوبډله په تېر نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې رسېدلې وه.
ټاکل شوې افغان لوبډله د روان کال راتلونکې میاشت په هند او سریلانکا کې ترسره کېدونکي شل اوریز نړیوال جام کې ولوبیږي.
