د ۲۰۲۳ کال اسیایي سیالۍ: افغانستان پاکستان مات کړ

د ۲۰۲۳ کال اسیایي سیالۍ: افغانستان پاکستان مات کړ

د ۲۰۲۳ کال اسیایي سیالیو په لړ کې د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې پاکستان مات کړ

د ۲۰۲۳ کال اسیایي سیالۍ چې د چین په کوربتوب ترسره کیږي په کې د نورو ورزشونو ترڅنګ کرېکټ ته هم ځای ورکړل شوی.

د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا په اسیایي سیالیو کې د کرېکټ ۱۴ لوبډلې ټاکل شوې وې چې مخکښو لوبډلو یې وار د مخه کواټر فاینل ته لار لرله.

نن د دغو سیالیو په لړ کې د افغانستان د کرېکټ الف یا د افغان ابدالیانو لوبډلې په نیمه پای لوبه کې پاکستان ته په څلور وېکټو ماتې ورکړه او د اسیایي سیالیو پای لوبې ته ووته.

د افغان ابدالیانو لوبډله سبا په چین کې د اسیایي سیالیو پای لوبه کې له هند سره مخ کیږي. دا لومړی ځل دی چې هند په اسیایي سیالیو کې لوبیږي.

په همدې حال کې د ۲۰۱۰ کال په اسیایي سیالیو کې د کرېکټ لوبو لومړی پړاو ترسره شوی وو چې بنګله دېش ګټلی وو. په دویم پړاو کې یې چې په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شوی وو افغانستان پای لوبې ته وتلی وو خو اتلولي سریلانکا ګټلې وه.

او دا چې د ۲۰۲۳ کال پړاو کې هندوستان هم شته او د ملي لوبډلې خورا پیاوړي او مخکښ لوبغاړي ورسره لوبیږي نو له همدې امله به له هندۍ لوبډلې بریا ګرانه وي خو د افغان ابدالیانو لوبډلې نن پاکستان ته په ماتې ورکولو سره ثابته کړه چې د پخوا په پرتله لا ډېر پیاوړي دي.