‎د انګلینډ خلاف د افغانستان تاریخي برلا

‎د انګلینډ خلاف د افغانستان تاریخي برلا

له کلونو وروسته نړیوال جام کې د افغانستان بریا او د هېواد والو خوښۍ

افغانستان له کلونو وروسته په نړیوال جام کې بریا ترلاسه کړه.

د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو په درشل کې افغانستان پرون د انګلېنډ پر وړاندې ولوبېد.

افغان لوبډلې د رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل په غوره توپ وهنې سره انګلېنډ ته نسبتاً متوسط هدف ورکړ.

په دې لوبه کې هېواد وال او مینه وال د ګربز او علي خېل له توپ وهنې راضي وو خو بیا هم د لوبغاړو ځینې تېروتنې وې چې ګربز د سلیزې له پوره کولو وړاندې په اتیا منډو او ورپسې نور لوبغاړي هم زر زر وسوځېدل او دا هغه څه وو چې بریا ته یې د هېواد والو تمې کم رنګه کړې.

خو افغان لوبډلې د توپ وهنې پر مهال خپلې تېروتنې په توپ اچوونه کې جبران کړې او انګلېنډ یې پرېنښود چې هدف ته ځان نږدې کړي.

په ټوله افغان توپ اچوونکو ښه توپ اچوونه وکړه، په ځانګړې توګه د مجیب، راشد او د نبي د ورو توپ چاونې چادو د انګلینډ د منډو جوړولو مخه ډب کړه او له پښو یې وغورځول، افغانستان ته یې د نړیوال جام برحاله اتلې لوبډلې وړاندې د ۶۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

له دې بریا سره هم مهاله په هېواد دننه او بهر افغانانو د افغانستان یاده لاسته راوړنه په شور او ولولو ولمانځله او د ښارونو پر سړکونو یې اتڼونه وکول.

د افغان لوبډلې مینه وال په دې باور دي چې افغانستان د خپلې وړتیا په ښکاره کولو سره ثابته کړه چې کولی شي نورې لوبې هم وګټي.

په ورته مهال د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ یو شمېر مشهورو لوبغاړو هم افغانستان او افغانانو ته د دغې بریا مبارکي ورکړې او د افغان لوبډلې د په زړه پورې لوبې ستاینه یې کړې.

په همدې حال کې د افغانستان پرونۍ په زړه پورې لوبې هغه لوبډلې په خطر کې واچولې چې په نږدې ورځو کې ورسره مخامخ کیږي.

د افغان لوبډلې راتلونکې سیالۍ د اکټوبر په ۱۸مه له نیوزېلنډ او درویشتمه د ګاونډي پاکستان سره مخامخ کیږي.