نړیوال جام: بل پړاو ته د پاکستان ۷ سلنه چانس

له نړیوال جام د پاکستان کډې په بارېدو دي

پاکستان په نړیوال جام کې پرلپسې څلورمه ماتې هم وخوړه.

پاکستانۍ لوبډله د افغانستان له خوا له سختې ماتې خوړلو وروسته د سویلي افریقا له خوا هم ماته شوه.

د پرلپسې څلورو ماتو له خوړلو وروسته په نړیوال جام کې د پاکستان سفر او مخ ته تګ ناباوري شو.

که پاکستان خپلې پاتې لوبې وګټي او اسټرالیا پاتې لوبې وبایلې او په څنګ کې یې سریلانکا له پاتې لوبو یوه وبایلې پاکستان ته اړتیا ده چې راتلونکې لوبې په ښه رن رېټ وګټي نو بیا کولی شي چې د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته لار پیدا کړي.

خو داسې ښکاري چې پاکستانۍ لوبډله به ونه توانیږي د راتلونکي پړاو لپاره دغه شرطونه عملي کړي ځکه د پرلپسې څلورو ماتو له خوړلو وروسته یاده لوبډله خورا ډېره ناهیلې او بې وسه ښکاري.

له بل خوا له افغانستانه ماتې خوړل د پاکستانۍ لوبډلې لپاره د زړه تر ماتېدلو هم سخته وه.

پاکستان هغه ډول چې فکر کاوه افغان لوبډله کمزورې ده او د دوی سیالي نه شي کولی خو داسې ماتې یې ترې وخوړه چې د پاکستان د کرېکټ په ټول تاریخ کې به یې نوم هېر نه شي.

اوس ټول پاکستان په دې باور دی چې نور د هند سیالي نه شي کولی او د دوی تر ټولو ډېر سرسخت سیال افغانستان دی ځکه تر څلورو ورځو یې له افغان لوبډلې پر ماتېدو ماتم وکړ او له افغانستان سره سر وهل هم ورته اوس اسانه نه ښکاري.