په نړیوال جام کې د افغانستان پاتې لوبې او راتلونکو پړاوونو ته یې د تګ چانس

 

په روان شل اووریز نړیوال جام کې افغانستان د دوو ښو لوبو په ترسره کولو او په ټوله کې د لوړ رن رېټ درلودو له کبله د ګروپ سټېج پړاو تر ټولو مخکښه لوبډله ده.

په ډي ګروپ کې له افغانستان سره سره د کرېکټ نړۍ دوه نورې پیاوړې لوبډلې هم دي چې یوه یې د وېسټ انډیز او بله یې د نیوزیلنډ لوبډله ده.

افغانستان تر اوسه دوه لوبې کړي او په دواړو لوبو کې یې سیالو لوبډلو ته خورا سخته او په لوی توپیر ماتې ورکړې.

د یادو لوبډلو له منځه یوه د نیوزیلنډ لوبډله ده چې افغان لوبغاړو پرې خپل رعب و داب واچاوه او د لومړي ځل لپاره یې نه هېرېدونکې ماتې ورکړه.

اوس تر دې دمه په ګروپ سټېج پړاو کې د افغانستان یوازې دوه لوبې پاتې دي چې یوه یې له پاپوا نیو ګینې او بله وېسټ انډیز له سره ده.

دا مهال د کرېکټ ډېری مینه والو ته پوښتنه دا ده چې آیا که افغانستان خپلې راتلونکې دوه لوبې وبایلې بیا هم کولی شي راتلونکي پړاو ته ووځي که نه؟

د ای سي ای د معلوماتو او تحلیل پر بنسټ، که افغانستان خپلې راتلونکې دوه لوبې په لوی توپیر یعنې لومړۍ لوبه د ۶۰ منډو او دویمه لوبه د ۷۰ منډو په توپیر وبایلي نو اوسنی مثبت ۵.۲۲۵ رن رېټ به یې مثبت ۰.۹۸ ته راشي.
بل لور نیوزیلنډ چې خپلې لومړنۍ دوه لوبې یې بایللي او دا مهال یې رن رېټ منفي ۴.۲۰۰ دی، خپلې راتلونکې دوه لوبې په لوی توپیر یعنې لومړنۍ لوبه د ۷۰ منډو او دویمه لوبه د ۹۰ منډو په توپیر وګټي، رن رېټ یې له اوسنۍ کچې مثبت ۰.۷۸ ته راځي چې په دې توګه بیا هم د افغانستان رن رېټ پرې لوړ دی او افغان لوبډله سره له دې هم کولی شي بل پړاو ته ووځي.

خو په دې نړیوال جام کې د افغان لوبډلې چمتووالي او د لوبې د ټولو برخو پیاوړتیا ته په کتو ښکاري چې کولی شي راتلونکې دوه لوبه هم په ښه توپیر وګټي.