له اوږد انتظار وروسته د هندۍ لوبډلې پر وړاندې د هند په کوربتوب یوورځنۍ لوبلړۍ کې د نیوزیلنډ لوبډلې اتلولي
نیوزیلنډ لوبډلې د برېسوېل په کپټانۍ وکولی شول د ۱۹۸۸م کال وروسته د لومړي ځل لپاره هند لوبډلې ته په خپل کور کې په یوورځني سیریز کې ماته ورکړي.
نیوزیلنډ لوبډلې د ډرېل مېچل په زړه پورې توپوهنې سره د ۷ لوبلړیو د بایللو وروسته په هند کې هندۍ لوبډله ۲-۱ ماته کړه.
د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هند د کوهلي ۹۳ منډو او لوبډلمشر ګېل پنځوسیزې پر مټ نیوزیلنډ ته د څلورو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
په دویمه لوبه کې نیوزیلنډ ملي لوبډله برلاسې وه او هند لوبډله یې د ۷ وېکټو په توپیر ماته کړه، ډرېل مېچل د نیوزیلنډ لوبډلې په ګټه ۱۳۱ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې وې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ درېمه او برخلیک ټاکونکې لوبه د جنورۍ په اتلسمه د هند په کوربتوب ترسره شوه.
هندي لوبډلمشر شوبمن ګېل د پچې په ګټلو د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
که څه هم د نیوزیلنډ لوبډلې د توپوهنې پیل ښه نه وو خو یو ځل بیا د منځنیو توپ وهونکو ډرېل مېچل او ګلېن فېلپس په زړه پورې توپ وهنې نیوزیلنډ لوبډله یو لوی هدف ته ورسوله او سیالې هندۍ لوبډلې ته یې د ۳۳۸ منډو لوړ هدف وټاکه.
ډرېل مچېل یوځل بیا ښه وځلېد او د خپلې لوبډلې په ګټه ېې ۱۳۷ منډې ترسره کړې.
ورسره ګلېن فېلپس هم ښکلې توپ وهنه وکړه او د نیوزیلنډ لپاره یې ۸۸ توپونو ۱۰۶ منډې ترسره کړې.
د هند لپاره توپ اچوونه کې ارشډیپ سنګ او هرشېت رانا درې درې ، محمد سراج او کلدیپ یادوف یوه، یوه وېکټ ترلاسه کړه.
هند ملي لوبډله د هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او ټوله لوبډله یې په ۲۹۶ منډو وسوځیده.
د هند لوبډلې لپاره یوځل بیا وېرات کوهلي ښه ولوبېده او ۱۲۴ ډېرې منډې یې ترسره کړې خو لوبډلې یې بیا هم ونشو کولی بریا ترلاسه کړي.
د نړۍ ستوري لوبغاړي وېرات کوهلي په روانې لوبلړئ کې د خپل لوبیز ژوند ۸۵مه سلیزه او په نړیوالو یوورځنیو لوبو کې ۵۴مه سلیزه ترسره کړه.
کوهلي چې اوس مهال یواځې په یوورځنیو لوبو کې د هند لوبډلې استازیتوب کوي، یواځینی لوبغاړی دی چې د نیوزیلنډ هېواد پر وړاندې تر نورو لوبغاړو ښه ځلېدلې او ډیرې سلیزې ېې وهلې دي.
نوموړي د نیوزیلنډ په وړاندې ټولو فارمټونو کې ۱۰ سلیزې وهلي، چې له ډلې یې ۷ سلیزې په یوورځنیو لوبو کې ترسره شوي.
ډرېل مېچل په درې لوبو کې د دوه سلیزو پر مټ د ۳۵۲ منډو په ترسره کولو د یادې لوبلړئ غوره لوبغاړی ونومول شو.
څه باندې یو کال وړاندې نیوزیلنډ لوبډلې هند لوبډلې ته د دوي په کوربتوب په ټېسټ لوبه کې هم ماته ورکړې وه .
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو لوبلړئ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شي.
