شپاړس کلونه، ۸ نړیوال جامونه، یو لوبغاړی-محمد نبي

محمد نبي د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوازنی لوبغاړی دی چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې تر سږکاله د افغان لوبډلې لپاره په شل اووریز نړیوال جام کې لوبیږي.

نوموړی د سږني را روان نړیوال جام په نوملړ کې هم شامل دی.

سږکال به د محمد نبي د اتم ځل لپاره په شل اووریز نړیوال جام کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

محمد نبي په ټوله کې د اوو نړیوالو جامونو په چوکاټ کې ۲۹ لوبې کړي چې په کې یې ۳۳۳ منډې کړي، د یوې پاڼۍ غوره منډې یې ۵۲ دي او په توپ اچوونه کې یې ۲۲ وېکټې اخیستي چې تر ټولو غوره توپ اچوونه یې د شلو منډو په ورکولو سره څلور وېکټې اخیستل دي.

له محمد نبي وروسته ګلبدین نایب، راشد خان او نجیب الله ځدراڼ د افغانستان لپاره ډېر شل اووریز نړیوال جامونه لوبولي دي.

په ورته وخت، راشد خان د شل اووریزو نړیوالو جامونو په کچه د پنځم لوبغاړي په توګه ډېرې ۳۷ وېکټې اخیستي دي. که را روان شل اووریز نړیوال جام کې ښه او اغېزناکه توپ اچوونه وکړي او ۱۳ وېکټې واخلي نو د شل اووریزو نړیوال جامونو لومړنی غوره توپ اچوونکی به شي.

په همدې حال کې د نړیوالو لوبغاړو له ډلې د هند پخواني لوبډلمشر روهېت شرما او د بنګله دېش پخواني ټولچاري لوبغاړي ډېر ۹-۹ شل اووریز نړیوال جامونه لوبولي دي.