د شاپور ځدراڼ د ژوند وروستۍ شېبې؛ کابل ته د ستنېدو ارمان او د مرګ په بستر کې د آی‌پي‌اېل لیدل

په هند کې د کرکټ معتبرې رسنۍ کرېک‌بز د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني ستوري لوبغاړي او اتل شاپور ځدراڼ د ناروغۍ، درملنېاو د ژوند د وروستي حال په اړه په یوه تفصیلي راپور کې ویلي چې نوموړي به له هر څه زیات کابل یاداوه او په پرله پسې ډول به یې پوښتنه کوله چې کله به بېرته کابل ته ځي. کورنۍ او ملګرو به یې ترې د وضعیت جدي والی پټاوه او ورته ویل به یې چې هرڅه سم دي او د معایناتو پایلې یې عادي دي.

د کرېک‌بز د راپور له مخې، شاپور ځدراڼ به بیا هم ویل چې که حالت یې ښه دی نو ولې له روغتونه نه رخصتیږي او کابل ته نه ځي، هره ورځ به یې په دې هیله تېروله چې بلاخره کابل ته به لاړ شي. خو کابل ته د بېرته ستنېدو او د خپلې مور غېږې ته د رسېدو ارمان یې په زړه داغ یووړ.

همداراز په هندي روغتونونو کې د خپلې نږدې شپږ میاشتنۍ درملنې او بستر پر مهال، شاپور ځدراڼ د انفکشن یا انتان له امله په یوه داسې ځانګړې خونه (Zero-Infection Room) کې ساتل کېده چې له هر ډول میکروب پاکه وه، هېڅکله به یې له خپل درد او تکلیف شکایت نه کاوه او د ورځې په ډېره برخه کې به د درملو په واسطه ویده ساتل کېدو. خو له ډاکټرانو سره یې یو ځانګړی شرط ایښی و چې د ماښام له ۷ بجو د شپې تر ۱۱ بجو پورې (چې په هند کې د IPL لوبو وخت و) باید ویښ وساتل شي. کله به چې پنجاب کینګز لوبډله په میدان کې وه، په خواشینۍ سره به یې ویل چې ولې ریکي پونټینګ عظمت الله عمرزي ته چانس نه ورکوي.

کرېک‌بز د شاپور د ملګرو له قوله لیکلي چې هغه به د ناروغۍ په بستر کې هم ویل: «تاسو پوهېږئ، عمرزی تر مارکُس سټوینیس ډېرغوره دی. د عظمت عمرزي په شتون کې به د پنجاب کېنګز اصلي جوړښت ډېر غوره وي

په ورته وخت، کله چې عظمت الله عمرزی هم نوایډا روغتون ته د شاپور د لیدو لپاره ورغلی و، هغې ته یې هم د پنجاب په ترکیب کې د لوبېدو موضوع یاده کړې وه. عمرزي ورته په خندا ډاډ ورکړی و چې کله روغ شي، دوی به بیا یوځای په کابل کې لوبې وکړي.

د کرېک‌بز راپور یادونه کړې چې له شاپور ځدراڼ سره د ژوند تر پایه په هند کې مېرمن، یوازنی زوی محمد ځدراڼ، ورور یې غمی ځدراڼاو وراره یې ابوبکر ځدراڼ پاتې و. اصغر افغان به یې هم لیدو لپاره هند ته ډېر تګ راتګ کاوه.

د شاپور ځدراڼ د وینې سپینې حجرې (WBC) تر ۱۰۰۰ او پلیټلیټس یې تر ۱۰۰۰۰ پورې راښکته شوي وو چې معافیتي سیسټم یې په بشپړ ډول له منځه تللی و. ډاکټران به حیران وو چې هغه په داسې حالت کې هم څنګه مبارزه کوي، خو شاپور هیڅکله کوما ته لانړو او حتی بیرته د تمرین کولو هڅه کوله.

د کرېک‌بز راپور وایي، د شاپور د درملنې پرمهال به چې کله په تکراري ډول د وینې اړتیا پېښه شوه او ملګرو به یې په ټولنیزو رسنیو د A+ وینې غوښتنه وکړه، نو د هندي وګړو لخوا به بې سارې مینه ښودل کېده. که څه هم په سیمه کې افغانان ډېر کم وو، خو په سلګونو هندي وګړي او په ځانګړي ډول هندي سرتېري روغتون ته ورتلل او د دغه افغان اتل لپاره یې خپله وینه ډالۍ کوله.

هم مهاله، د شاپور د مېلیونونو ډالرو دغه دروند مالي لګښت ته افغان میلیاردر پانګوال میرویس عزیزي اوږه ورکړه، کله چې یې له ناروغۍخبر شو سمدستي له دوبۍ ډیلي ته ورغی او روغتون ته یې سپین چک ورکړ ترڅو شاپور ته د لندن او نیویارک په کچه د درملنېاسانتیاوې برابرې کړي او ټول لګښت یې له دوبۍ کنټرولاوه.

که څه هم شاپور ځدراڼ د اېچ‌اېل‌اېچ د سخت برید له امله بالاخره د جولای په اوومه د شپې درې بجې ساه ورکړه، خو کابل ته د بېرته ستنېدو وروستی ارمان یې په مرنجان غونډۍ کې په بشپړو دولتي مراسمو او د شاوخوا یو لک مینه والو په شتون کې خاورو ته په سپارل کېدو پوره شو.

Please follow and like us:
Pin Share

Author