حشمت الله شهیدي له څه باندې پنځو کلونو لوبډلمشرۍ وروسته استعفا ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د جولای په ۲۲مه اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له خپلې دندې استعفا کړېاو پر ځای یې تجربه لرونکی توپوهونکی رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو (ODI) لوبو نوی لوبډلمشر ټاکل شوی دی. همدارنګه، رحمانالله ګربز د دواړو فارمټونو مرستیال لوبډلمشر وټاکل شو.
د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې حشمت الله شهیدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو (ODI) لوبډلمشر وټاکل شو او وروستهیې د ټېسټ فارمټ لوبډلمشري هم پر غاړه واخیسته. نوموړي په خپلې لوبډلمشرۍ لومړۍ رسمي لوبه د نېدرلنډ هېواد په وړاندې ترسرهکړه.
د هغه تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې د نړیوال کرکټ په ډګر کې د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره لوبې وکړې، مهمو دوه اړخیزو لوبلړیو کې یېتاریخي بریاوې هم خپلې او د پام وړ پرمختګ یې وکړ.
شهیدي د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د افغانستان د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشري وکړه. هغه په دې موده کې په ۵۵ یوورځنیو نړیوالو لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر وو چې په کې لوبډلې ۲۷ بریاوې ترلاسه کړې، له دې سره د نوموړي په لوبډلمشرۍ دلوبډلې د بریا کچه ۴۹٪ وه.
په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې د شارجې لوبغالي کې د درېیو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ۲–۰ وګټله. له دې وروسته، دهمدې کال په سپټمبر کې افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره د سویلي افریقا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲–۱ وګټله.
د ۲۰۲۴ په نومبر میاشت کې افغانستان د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې یو بله ستره بریا هم خپله کړه او د بنګلهدېش پر وړاندې یې د درېیویو ورځنیو لوبو لړۍ ۲–۱ په خپل نوم کړه.
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر او ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ترمنځ افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لړۍ ۱–۰ وګټله.
په همدې لړ کې حشمت الله شهیدي د ۲۴۶ منډو ستره پاڼۍ ولوبوله او د افغانستان د ټېسټ کرکټ تر ټولو لوړې انفرادي منډې یې جوړېکړې.
د یادونې وړ ده چې د حشمت الله شهیدي د لوبډلمشرۍ تر ټولو ستره لاسته راوړنه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو نړیوال جام بریالی سفر و. افغانستان د هغه تر مشرۍ لاندې د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ پر وړاندې تاریخي بریاوې ترلاسه کړې، سیالۍ یې په شپږممقام پای ته ورسولې او د همدې بریالیتوب په برکت یې د ۲۰۲۵ کال د ICC چمپینز ټرافي ته د لومړي ځل لپاره مستقیم لار وموندله.
د شهیدي په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۵کال چمپینز ټرافۍ په ستر نړیوال تورنمنټ کې ګډون وکړ او دانګلستان پر وړاندې یې تاریخي بریا خپله کړه چې د نړیوال کرکټ په ډګر کې یې د افغانستان مقام لا پیاوړی کړ.
د شهیدي د لوبډلمشرۍ له پای ته رسېدو سره سم کرکټ بورډ د ملي لوبډلې بل تکړه او مجرب لوبغاړی رحمت شاه زرمتی په ټېسټ اویوورځنیو لوبو کې د نوي لوبډلمشر په توګه وتاکه.
نوموړی د افغانستان د کرکټ له تر ټولو باوري او تخنیکي توپوهونکو ګڼل کېږي.
رحمت شاه د افغانستان د یو ورځنیو سیالیو له مخکښو منډه جوړونکو دی او تردې دمه یې د افغان لوبډلې په ګټه ۱۲۸ یو ورځنیونړیوالو لوبو کې ۴۱۲۱ منډې کړې دي. همدارنګه نوموړی د افغانستان لپاره د ټېسټ کرکټ له تر ټولو بریالیو توپوهونکو شمېرل کېږي.
په ۲۰۱۹ کال کې یې د بنګلهدېش پر وړاندې د افغانستان لپاره په ټېسټ کرکټ کې لومړنۍ سلیزه ووهله.
په ۲۰۲۴ کال کې یې د زمبابوې پر وړاندې ۲۳۴ منډې وکړې چې هغه مهال د افغانستان د ټېسټ کرکټ تر ټولو لوړې انفرادي منډې وېچې وروسته بیا حشمت الله شهیدي دا ریکارډ د ۲۴۶ منډو په جوړولو مات کړ.
رحمت شاه د خپل ارام مزاج، تخنیکي توپوهونې او اوږدې تجربې له امله د افغانستان د کرکټ له تر ټولو باوري لوبغاړو دی. تمه کېږيچې هغه به د حشمت الله شاهدي بریالۍ دورې ته دوام ورکړي، ځوانو لوبغاړو ته لارښوونه وکړي او افغانستان به په راتلونکو نړیوالوسیالیو کې لا نورو بریاوو ته ورسوي.
