د افغانستان سره د اسټرالیا د لوبلړۍ د ځنډولو په اړه د راشد خان تازه څرګندونې

له افغانستان سره د اسټرالیا د لوبلړۍ د ځنډولو او بېګ باش کې د ګډون په اړه د راشد خان تازه څرګندونې

افغانستان سره د اسټرالیا د شل اوریزې لوبلړۍ د ځنډولو په غبرګون کې راشد خان وایي د اسټرالیا دې پرېکړې خورا ځورولی او له امله به یې د بېګ باش راتلونکي پړاو کې پر خپل ګډون غور وکړي.

راشد خان په دې اړه له کرېک انفو سره په تازه مرکه کې ویلي، که چېرې یو څه د حکومت په لاس کې وي نو بیا ولې باید تر کرېکټ ورسیږي او کرېکټ زیانمن شي، آیا کرېکټ دا ستونزې حلولی شي؟ که حلولی یې شي بیا زه هم پرې خوښ یم.

راشد خان د اسټرالیا کرېکټ بورډ ته په اشاره سره وایي: «تاسې نه غواړئ زما د هېواد له لوبډلې سره ولوبېږئ، خو برعکس ما په بېګ باش کې غواړئ، دا څه توپیر لري؟ دا په دې معنا ده چې زه خپل لوبغاړي او هېواد کم راوړم؟ چې نه غواړئ زما له لوبډلې سره ولوبېږئ نو بیا خو زه هم ستاسو هېواد کې د لوبېدو اجازه نه لرم.»

نوموړي د اسټرالیا د پرېکړې په اړه په خپلو خبرو کې وړاندې زیاته کړې، دا دردونکې ده چې غواړې له لویو لوبډلو سره لوبې وکړې څو کرېکټ مو نور هم پرمختګ وکړي خو پرته په نړیوال جام کې د نورو دوه اړخیزو لوبو کولو فرصت ونه لرې.

راشد همدارنګه له هند سره د افغانستان د تېرې لوبلړۍ یادونه هم وکړه او ویې ویل: «موږ له هند سره لوبې وکړې چې له هغو لوبو په یوې کې یې افغان لوبډلې د ۲۱۲ منډو هدف په تعقیب ۲۰۰ منډې وکړې، فکر وکړئ که موږ دا لوبې نه وی کړی پر ځان باور به مو له کومه کاوه؟ له لویو لوبډلو سره لوبې کول زموږ لپاره لویه خبره ده.»

ښاغلي خان ټینګار کړی، کرېکټ یوازنۍ سرچینه ده چې په افغانستان کې د خلکو کورونو ته خوښۍ راوړي او که دا خوښي هم له خلکو اخلئ نو تاسو خلکو ته لا ډېر زیان رسوئ.

دا په داسې حال کې ده چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ د تېر په څېر یو ځل بیا په مارچ میاشت کې له افغانستان سره په اګسټ کې ترسره کېدونکې شل اوریزه لوبلړۍ وځنډوله چې یاد بورډ یې عمده لامل په افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسنی وضعیت او په نړۍ کې د ښځینه وو د کرېکټ وده په ګوته کړې وه.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ د دغې پرېکړې پر وړاندې لا هم غبرګونونه دوام لري.