Category: کرکټ

د هند او انګلېنډ ترمنځ د نړیوالو ټېسټ لوبو د اتلولۍ سیالیو په چوکاټ کې ټېسټ لوبلړۍ

ټاکل شوې د هند او اېنګلنډ لوبډلې د ۲۰۲۵۲۰۲۷ کال ټېسټ اتلولۍ په درشل کې خپله لومړۍ لوبه د روانې زېږدیزې میاشتې په شلمهنېټه په اېنګلنډ کې پیل کړي.

په یاد سفر کې به پنځه لوبې ترسره شي، چې شوبمن ګېل به د روهېت شرما له استعفا وروسته په لومړي ځل ټېسټ لوبو کې د هندۍلوبډلې لوبډلمشري په غاړه ولري.

د هند لوبډله کې د لوبډلمشر ګېل سره وېکټ کیپر ریشب پنټ، کې اېل راهول، سای سودارشن، یاشاسوي جېسوال، ابیمانیو ایسواران،کارون نایر، نتېش کومار رېدي، روېندرا جډېجا، واشېنګټن سوندر، شاردول ټاکور، جسپرېټ بومرا، محمد سراج، پراسید کرېشنا، اکاشډیپ، ارشډیپ سېنګ، هرشیت رانا، کلدیپ یادوف او درو جوریل لوبغاړي د پینځلس کسیز نوملړ برخه دي، او د اېنګلنډ لوبډله کې به بېنسټکوکس لوبډلمشر، اولي پاپ، هېري بروک ، جایکوب بېټل، شعېب بشیر، بېن ډکېټ، زاک کراولي، سام کوک، براېډون کارس، جوش ټانګ،جېمي سمیت،جو روټ، جېمپ اوورټن او کرېس ووکس ولوبیږي.

دا به لومړۍ ټېسټ لوبه وي چې هند لوبډله به یې د دوو تکړه لوبغاړو روهېت شرما او وېرات کوهلي په نشتون ترسره کوي.

نوموړو لوبغاړو له خپل بریالي سفر وروسته څه موده وړاندې خپل ټېسټ کېریر ته د پای ټکی کېښود.

دا په داسې حال کې ده چې د دې لوبغاړو په تېره بیا د ویرات کوهلي له استعفا وروسته ګڼو مینوالو او د کرېکټ مبصرینو د دې پرېکړې پهاړه خواشیني څرګنده کړې او وایي چې په دې فارمټ کې به یې تشه په لوبغالي کې تر ډېره محسوسه شي.

تازه د اېنګلنډ لوبډلې تکړه لوبغاړي جو روټ هم د کوهلي د نشتون په اړه ویلي چې نوموړی به د کوهلي له هغو شوخیو بې برخې وي چېورسره به یې په لوبغالي کې ترسره کولې.

په ورته وخت، د هند لوبډلې تکړه توپ وهونکی کېرون نایر هم له ۸ کلونو ځنډ  وروسته یو ځل بیا وتوانېده د دې لوبډلې د ټېسټ لوبو پهسکواډ کې ځای خپل کړي.

د مرستیال لوبډلمشر ریشب پنټ په وینا ګېل به په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په څلورم پوزېشن او خپله پنټ به په پنځم پوزېشن ولوبیږي.

دواړو لوبډلو تر دې دمه ۱۳۶ ټېسټ لوبې ترسره کړي چې په کې د اېنګلنډ لوبډلې د بریا کچه زیاته ده او ډېرې لوبې یې ګټلي.

دا لوبې په داسې حال پیل کیږي چې څو ورځې وړاندې د نړېوالو ټېسټ لوبو اتلولۍ درېیم پړاو د سویلي افریقا لوبډلې په بریا پای تهورسېده.

یادې لوبډلې ۲۷ کاله وروسته په لومړي ځل د آی سي سي یو نړیوال ټورنمنټ کې اتلولي وګټله، دا لوبه د آسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځپه لورډز لوبغالي کې ترسره شوه.

د تیر ۲۰۲۳۲۰۲۵ کال د نړیوالو ټېسټ لوبو د اتلولۍ په نوملړ کې هند په دریېم او اېنګلنډ په پنځم مقام کې ځای لري.

دا لوبلړۍ به سبا د جمعې په ورځ پیل او په پنځو بېلابېلو لوبغالو کې به ترسره شي.

د نړیوالو ټېسټ لوبو د اتلولۍ سیالیو مخینه

د نړيوالو ټيسټ لوبو اتلولۍ څه ډول سيالۍ دي؟ څه وخت رامنځته شوې؟ او په کوم اساس په کې لوبډلې تر پايلوبې او اتلولي رسيږي؟

په ۲۰۱۰م کال کې د کرکټ نړيوالې شورا وغوښتل چې په ټيسټ سياليو کې هم د لوبډلو ترمنځ يو ايوينټ رامنځته کړي، ترڅو د ټيسټکرکټ ارزښت وساتي او لوبډلې او لوبغاړي هم ټيسټ کرکټ ته شاه نه کړي، خو دغه نظريه بيا هغه وخت عملي نه شوه او د کلونو په ځنډپه ۲۰۱۹م کال کې د ټيسټ لوبو اتلولۍ په نوم، سيالۍ پيل شوې، چې د ټيسټ لوبو مخکښو نهه هيوادونو پکې ګډون درلوده، دغه ايوينټ تهدوه کاله وخت ورکول شو او هر هيواد ته شپږ ټيسټ سيريزونه ورکول شو، چي درې پخپل کوربتوب او درې له کوره دباندې ترسره کړي.

د دوه کلونو په اوږدو کې د هرې لوبډلې د کارکردګۍ په اساس دوی ته نومرې ورکول کيږي چې د نومورو په جدول کې مخکښې دوهلوبډلې د ټيسټ لوبو اتلولۍ پايلوبې ته لاره پيدا کوي او بيا يې ترمنځ په ټاکلې نيټه پايلوبه ترسره کيږي.

د ټيسټ لوبو اتلولۍ په لومړي پړاو کې چې په ۲۰۱۹م کال کې پيل او په ۲۰۲۱م کال کې يې پايلوبه د هند او نيوزيلينډ ترمنځ په انګلينډکې ترسره شوه، نيوزيلينډ لوبډلې پکې بريا خپله او د لومړۍ لوبډلې په توګه يې د نړيوالو ټيسټ لوبو اتلولي خپله کړه.

د ټيسټ لوبو اتلولۍ دوهم پړاو د همدغه نهه مخکښو لوبډلو ترمنځ په ۲۰۲۱م کال کې پيل شو، چې په ۲۰۲۳م کال کې يې پايلوبې ته بياهم هند او اسټراليا لوبډلو لاره پيدا کړه او بيا هم د انګلينډ په لارډز لوبغالي کې دغه پايلوبه کې اسټراليا بريا خپله کړه او د اتلولۍ جاميې پخپل نوم کړ.

د ټيسټ لوبو اتلولۍ دريم پړاو بيا هم د نهه لوبډلو سويلي افريقا، اسټراليا، هند، نيوزيلينډ، انګلينډ، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش اوويسټ انډيز ترمنځ په ۲۰۲۳م کال کې پيل شو چې پکې پايلوبې ته په لومړي ځل سويلي افريقا او دفاعي اتلې اسټراليا لاره پيدا کړه،کومه پايلوبه چې هم دا مهال د انګلينډ په لارډز تاريخي لوبغالي کې روانه ده.

د يادولو وړ ده چی د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د نړيوالو ټيسټ لوبو اتلولۍ ته د ترتيب شوې پلان له مخې به دغه سيالۍ په راتلونکېدوه کلونو کې په همدغه اساس مخ ته ځي.

د امریکا مېجر لیګ پیل او یو لړ اندېښنې

 

 

د امریکا مېجر لیګ سږنۍ سیالۍ د روانې جون میاشتې په دولسمه نېټه درې ورځې وروسته پیلیږي.

د مېجر لیګ ټولې لوبې د ټېکزاس، کلېفورنیا او فلورېډا ایالتونو په لوبغالو کې پلان شوي دي. 

د سږکال لپاره یو شمېر افغان لوبغاړي هم په دغه لیګ کې اخیستل شوي، خو تازه اندېښنه امریکا ته د ځینو هېوادونو د وګړو په سفر بندیز دی چې افغانستان هم په کې شامل دي.

هم مهاله دوه افغان لوبغاړي«نوین الحق او نور احمد» د مېجر لیګ د لوبولو لپاره امریکا ته تللي او په تمریناتو بوخت دي.

په ټوله کې به سږکال اووه افغان لوبغاړي د مېجر لیګ برخه وي. راشد خان، عظمت الله عمرزی او نوین الحق د ممبۍ انډینز نیویارک لپاره، وقار سلامخیل، ګلبدین نایب او فضل الحق فاروقي د سېټلاورکاس او نور احمد لکڼوال به له ټیکزاس سوپر کېنګ سره ولوبیږي.

په همدې حال کې د امریکا مېجر لیګ د نړۍ یو له نویو او پرمختللو شل اوریزو لیګونو دی، چې درې کاله وړاندې امریکا کې په لاره واچولشو.

دا لیګ په ۲۰۲۳ کال رسماً پیل شو، چې په امریکا کې یې د کرېکټ په وده مهمه اغیزه لرلې ده. داسې چې امریکا په لومړي ځل یو لوی ټورنمنټ ( ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام) کې د یوې حیرانوونکې لوبې وروسته د پاکستان په څېر تکړه لوبډله په سوپر اوور کې له ماتېسره مخ کړه.

لاس انجلیس نایټ رایډرز، ممبۍ انډینز نیویارک، ټیکزاس سوپر کېنګ، سېټل اورکاس، سن فرانسیسکو یونیکورن او واشېنګټن فریډم هغه شپږ لوبډلې دي چې په دې لیګ کې لوبیږي.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر نوموتي او تکړه لوبغاړي لکه راشد خان، نیکولاس پوران، ټرېنټ بولټ، جېسن رای، کېرن پولارډ، هېنرېک کلاسن، حارث رؤوف او داسې نور د دې لیګ برخه دي.

په لومړي کال  د لیګ اتلولي د ممبۍ انډینز نیویارک لوبډلې وګټله چې د لوبې غوره لوبغاړی ویسټ انډیزی (نیکولاس پوران) وټاکلشو.

په ۲۰۲۴ کال کې واشنګټن فریډم لوبډلې د ( سټیف سمېت ) په لوبډلمشرۍ وکولی شول د دې لیګ اتلولي خپله کړي او د لوبې غوره لوبغاړی هم لوبډلمشر سمېت خپله وو.

د ۲۰۲۵ز کال آی پي اېل له پیله تر پایه

د ۲۰۲۵ کال هند غوره لیګ چې د مارچ میاشتې پر ۲۲مه نېټه پیل شوی وو، له څه باندې دوو میاشتو وروسته د جون پر ۳مه نېټه پای تهورسېد.

پایلوبه یې د بنګلور او پنجاب لوبډلو تر منځ د هند احمدآباد ښار په (نرېندرا مودي) لوبغالي کې ترسره شوه.

د آی پي اېل سیالیو ۱۸م پړاو کې لسو لوبډلو ګډون کړی و چې له ګڼو ننګونو سره سره بلاخره د بنګلور لوبډلې اتلولي وګټله.

د هند غوره لیګ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دوه داسې لوبډلې پایلوبه کې ولوبېدې چې تر دې دمه یې د دغه ستر سوداګریز لیګ اتلولينه وه خپله کړې.

پنجاب او بنګلور دواړه هغه لوبډلې وې، چې تر اوسه یې پایلوبه نه وه ګټلې.

پنجاب لوبډلې دوه ځلې او بنګلور څلور ځلې تر پایلوبې ځان رسولی و،  خو له ماتې سره مخ شوې وې. بنګلور لوبډلې وکولی شول پهڅلورم ځل فاینل ته په رسېدو پنجاب ته ماته ورکړي او د لومړي ځل لپاره د لیګ اتلولي په خپل نوم کړي. پنجاب لوبډلې د پچې په ګټلو دتوپ اچونې پرېکړه وکړه. بنګلور د نهه لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې یې پنجاب لوبډلې د ۷لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې ترسره کړې او د شپږو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د پایلوبې لوبېدونکې لوبډلې کلکته نایټ رایډرز او سنرایزر حیدرآباد سږکال یواځې تر لیګ سټېجهورسېدې او له مخکې تګ پاتې شوې.

په پایلوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی ( کرونل پانډیا )  ، او د لیګ غوره لوبغاړی د ممبۍ لوبډلې تکړه توپوهونکی ( سوریا کومار یادوف ) ونومول شول.

په سږکال آی پی اېل کې هم د نورو کلونو په څېر یو شمېر افغان لوبغاړي په بیلابیلو لوبډولو کې ولوبېدل. راشد خان او کریم جنت دګجرات لوبډلې، نور احمد د چېنای سوپرکېنګ لپاره، فضل الحق فاروقي د راجستان، رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز، عظمت اللهعمرزی د پنجاب لوبډلې لپاره او مجیب الرحمن د ټپي شوي الله محمد غضنفر پرځای د ممبۍ لوبډلې په ګټه ولوبېدل.

د لیګ په وروستیو لوبو کې د ډهلي لوبډلې د انګرېز لوبغاړي( هېري بروک )له ټپي کېدو وروسته  له ځوان افغان لوبغاړي صدیق الله اتلسره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

اتل په وروستیو درېیو لوبو کې د ډهلي لوبډلې برخه وو، خو یواځې یوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شو.

په ورته وخت کې ډهلي لوبډلې وویلي وو، که چېرې دا لوبډله نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي نو بل افغان لوبغاړی ګل بدین نایب به هم له دغېلوبډلې سره یوځای شي. دا په داسې حال کې ده چې ګلبدین نایب تېر کال هم د دې لوبډلې غړی وو.

د سږکال هند غوره لیګ په وروستیو کې د هند او پاکستان تر منځ د سیاسي کړکېچ تاو تر کرېکټ هم راورسېد چې، له امله یې د لیګسیالۍ د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شوې او ډېر لوبغاړي یې خپلو هېوادونو ته ستانه شول. د لوبو د بیا پیل سره ګڼ لوبغاړي له خپلو لوبډلوسره يوځای او یو شمیر نورو یې د خپلو «ملي مسولیتله امله د لیګ پاتې سیالیو سره پرېکون وکړ.

د افغان لوبغاړو له لوري نور احمد لکڼوال له نورو لوبغاړو ښه وځلېده او د لیګ لوبو تر پایه یې د ډېرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو ترمنځ د۲۴ لوبغاړو په سوځولو لومړی مقام خپل کړی و.

عظمت الله عمرزي هم په خپلې هر اړخیزې لوبې، د پنجاب لوبډلې لپاره پایلوبې ته په رسېدو کې مهمه ونډه لرله او په ایلېمنېټور کې یې دممبۍ لوبډلې دوه مهم لوبغاړي وسوځول.

د ګجرات لوبډلې سره له دې چې ویې نشو کړای پایلوبې ته ځان ورسوي، خو بیا یې هم لوبغاړي د ډېرو وېکټو اخیستو او ډېرو منډوترسره کوونکو لوبغاړو ترمنځ د جدول په سر کې ځای خپل کړی، چې له ډلې یې سای سودرشن د (۷۵۹) منډو او پراسید کرېشنا د (۲۶) لوبغاړو په سوځولو لومړي مقامونو خپل کړي، او افغان ورو توپ اچوونکی نور احمد د ۲۴ لوبغاړو په سوځولو دویم مقام کې ځای لري.

د هند غوره لیګ سیالۍ له ۲۰۰۸م کال راهیسې هر کال ترسره کیږي، چې چینای او ممبۍ لوبډلې تر نورو لوبډلو ډېر پنځه، پنځه ځلې ددې لیګ اتلولي ګټلی ده.

راشد خان په تيرو شل کلونو کې د شل اوریزو لوبو ترټولو غوره لوبغاړی 

د کرکټ يو ترټولو معتبر ويب سايټکرېک انفود یوې څېړنه کړې او په تېر ۲۵ کالونو کې يې د شل اوریزو سیالیو ۲۵ غوره او مخکښلوبغاړي په ګوته کړي، بيا يې د دوی لوبو ته کتنه کړ او ترمنځ يې پرتلنه کړې او بيا يې ورته درجه بندي ټاکلي، چې راشد خان لومړی مقامترلاسه کړی.

د دغه څيړنې اړوند چې کرېک انفو په خپل سایټ کې کوم راپور خپور کړی، پکې یې د راشد خان د ۲۰ اوریزو سیالیو کیریر ته کتنه کړېاو بيا يې تجزيه کړی، د لوبو ګټلو کې یې د نوموړي تاثيرات په لیګونو کې څېړلی او دغه راز یې د کرکټ د نوموتو لیګ بریکرانو سره دراشد خان د توپ اچونې پرتلنه کړې.

د کرېک انفو د راپور په اساس د شل اوریزو لوبو ۲۵ مخکښ لوبغاړو کې فقط ۵ یې بالران یا توپ اچوونکي دي چې راشد ترې د وړتیاواو تېر ریکارډ له مخې لومړی هغه غوره شوی دی.

دوی د راشد خان د بالنګ په ځانګړتیاو په تړاو ليکل کړې چې په دې بڼه کې د نړۍ په سطحه مخکښ بالر دی او د نوموړي توپ اچونه یېد پاکستاني عبدالقادر، اسټرالیاوي شین وارن، هندي انیل کمبلی سره پرتله کړې.

د سرعت له مخې یې د راشد خان مقایسه بیا د پاکستاني شاهد افریدي، ویسټ انډیزي سمیول بدري، او افریقايي عمران طاهر سرهکړې.

راپور کې دا هم راغلي چې راشد د رسيټ سپن څخه ډېر فنګر سپن کوي او چټکې وېکټې اخلي.

دوی ویلي چې د راشد بالنګ سټرایک له ۱۷ څخه کم دی یعنې د هر ۱۷ توپونو مخکې یې یوه وېکټ اخیستې، او د بالنګ ایکانومي یې له۷ کمه ده یعنې هر اور کې یې له ۷ کمې منډې ورکړي دي.

دلته د راشد خان ترڅنګ د نورو هغه لوبغاړو مقامونه دي، کوم چې د کرېک انفو له لوري درجه بندي شوي.

۱ راشد خان، ۲ سونیل ناراین، ۳ای‌بي ډيويليرز، ۴ لاسیت ملینګا، ۵ اندري رسل، ۶ کریس ګیل، ۷ جسپریت بومرا، ۸ کییرون پولارډ،۹شین واټسن، ۱۰ ډواین براوو، ۱۱ ډیویډ وارنر، ۱۲ جاس بټلر، ۱۳،ايم‌ايس ډوني۱۴، سوریاکمار یادو

۱۵ فف دوپلیسیس، ۱۶نیکولاس پوران، ۱۷ ګلېن مکسویل ، ۱۸سوریش رینا، ۱۹ ویرات کوهلي، ۲۰عمران طاهر، ۲۱ برینډن مک‌کلم،۲۲جیمز وینس، ۲۳ډانيل کريسټن، ۲۴ شاهد افريدی، ۲۵بونيشور کمار

د ټيسټ اتلوليو لوبډلو ته د نغدي امتیازاتو زیاتوالی

د ټيسټ اتلوليو نهه لوبډلو ته د نغدي جايزو په ورکړه کې دوه برابره زياتوالی راغلی.

خو هره لوبډله به څومره پيسي ترلاسه کوي؟

د کرکټ نړيوالې شورا تيره ورځ د ۲۰۲۳۲۰۲۵ کلونو درېيم پړاو نړيوالو ټيسټ لوبو اتلولۍ ګډونوالو نهه لوبډلو ته د نغدي جايزو رقم اعلانکړ، چې د تيرو دوه پړاونو په پرتله په کې دوه برابره زياتوالی راغلی دی.

د کرکټ نړيوالې شورا په هرو دوه کلونو کې يوځل د ټيسټ اتلولۍ په نوم د نهه لوبډلو ترمنځ يو ټورنمنټ ترسره کوي، چې دوه کاله دوام کوياو دوه مخکښې لوبډلې يې پايلوبې ته لاره پيدا کوي، چې د پايلوبې ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکول کيږي او اتله حسابيږي.

اوس له ۲۰۲۳۲۰۲۵م کلونو د نړيوالو ټيسټ لوبو اتلولۍ پايلوبې ته سويلي افريقا او اسټراليا لوبډلو لاره پيدا کړې ده.

چې د پايلوبې ګټونکې لوبډلې ته به ۳.۶ میلیونه ډالر ورکول کيږي، د دوهم مقام لوبډله به بيا ۲.۱۶ میلیونه ډالر نغدې جايزه ترلاسه کړي.

په درېیم مقام چې هندۍ لوبډله ده ۱.۴۴ میلیونه ډالر به ورکول شي.

څلورم مقام چې د نیوزیلینډ دی ۱.۲ میلیونه ډالر به ترلاسه کړي.

په پنځم مقام چې انګلينډ دی ۹۶۰ زره ډالر به ورکول شي.

شپږم مقام چې سریلانکا لوبډلې خپل کړی ۸۴۰ زره ډالر به ترلاسه کړي.

اووم مقام چې د بنګله‌دېش دی ۷۲۰ زره ډالر به ورکول شي.

اتم مقام چې د ویسټ انډیز دی ۶۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي.

وروستی نهم مقام چې پاکستان لوبډله په کې قرار لري ۴۸۰ زره ډالر به ترلاسه کړي.

د يادولو ده چې پايلوبه به د سويلي افريقا او استراليا ترمنځ د انګلينډ په لارډز تاريخي لوبغالي کې د راتلونکې جون مياشتې په ۱۱مهنيټه پيل شي.

سترې کورنۍ سیالۍ او د نن دوه سترې بریاوې

د فرسټ کلاس درېیمه لوبه او د ماهیپر ستورو بریا

د ننګرهار په کوربتوب د احمد شا ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په دوام درېیمه او څلورمه لوبه نن د دغو لوبو په درېیمه ورځ پای ته ورسېده.

په درېیمه لوبه کې د ماهیپر ستورو میوند اتلانو ته او څلورمه لوبه کې پامیر لېجنډز هندوکش سټرایکرز ته ماتې ورکړه.

د درېیمې لوبې پچه د ماهیپر ستورو ګټلې وه او لومړی یې د میوند اتلانو پر وړاندې توپ اچوونه غوره کړه.

میوند اتلانو خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۹۷ منډې جوړې کړې چې په ګټه یې محمد هارون ۱۲۹ ناسوځېدلې، شوکت زمان ۴۶ او محمد اسحاق ۴۳ منډې وکړې.

هم مهاله د ماهیپر ستورو په توپ اچونه کې شرف الدین اشرف او محمد ابراهیم شریفي درې-درۍ او سید احمد شېرزاد ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

ماهیپر ستورو بیا د میوند اتلانو د ۲۹۷ منډو په ځواب کې ۱۹۸ منډې جوړې کړې او ۹۹ منډې وروسته پاتې شول.

د میوند اتلانو په ګټه بشیر احمد او ظاهر خان درې-درې او یمین احمدزي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

میوند اتلانو د خپلې توپ وهنې په دویمه پاڼۍ کې ۱۳۶ منډې وکړې او له سیالې لوبډلې ۲۳۶ منډې مخکې شوه، د میوند په ګټه یو ځل بیا محمد هارون له ټولو ډېرې ۳۵ منډې  وکړې.

بل لور د ماهیپر لپاره توپ اچوونه کې خلیل ګربز ۵ او شرف الدین اشرف ۳ ویکټې واخیستې.

ماهیپر ستورو د خپلې توپ وهنې په دویمه پاڼۍ کې په ډېرې آسانۍ سره هدف ترلاسه کړ او د پنځو وېکټو په توپیر یې سیاله لوبډله ماتهکړه.

د ماهیپر لپاره دروېش رسولي تر ټولو ډېرې ۱۲۲ منډې وکړې.

دا په داسې حال کې ده د چې د دغو سیالیو لومړنۍ دوه لوبې بې پایلې پای ته رسېدلې وې.

د فرسټ کلاس څلورمه لوبه او د پامیر لېجنډز بریا

د پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز تر منځ د لوبې پچه هندوکش سټرایکرز ګټلې وه او لومړی یې سیالې لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پامیر لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۴۸ منډې جوړې کړې.

د دوی لپاره رحمن الله ځدراڼ ۱۷۰ ناسوځېدلي، قیس احمد ۱۱۰، عبدالمالک ۱۰۲، بارکزي ناصري ۵۷ او ننګیال خروټي ۴۰ منډې ترسرهکړې.

د هندوکش لپاره توپ اچونه کې اظهارالحق نوید ۴، محمدالله لوګري او ضیاء الرحمن شریفي ۲۲ لوبغاړي وسوځول.

هندوکش بیا د خپلې توپوهنې په دواړو پاڼیو کې د سیالې لوبډلې ۵۴۸ منډې هدف پوره نه کړو او د یوې پاڼۍ او ۲۰۹ منډو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته لوبه وبایلله.

یادې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د آصف موسی زي ۲۶ او بلال ترین ۲۲ منډو پر مټ ۱۳۴ منډې جوړې کړې.

په ورته مهال د پامیر لیجنډز په ګټه ننګیال خروټي ۶ او قیس احمد ۲ لوبغاړي وسوځول.

هندوکش لوبډله چې له لومړۍ پاڼۍ ۴۱۴ منډې باقي وه، سیالې لوبډلې یو ځل بیا د توپوهنې وار ورکړ چې د خپلې توپوهنېپه دویمې پاڼۍ کې یې یوازې ۲۰۵ منډې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۲۰۹ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

په دویمه پاڼۍ کې صدیق اتل ۶۲ او عثمان نوري ۲۵ منډې جوړې کړې.

د پامیر لپاره توپ اچوونه کې قیس احمد ۴، فرید  ملک، محمد سلیم ساپي او عبدالمالک دوه-دوه ویکټې واخیستې.

په همدې حال کې د پامیر لیجنډز الراونډر قیس احمد د ۱۱۰ منډو په جوړولو او په دواړو پاڼیو کې د ۶ لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غورهلوبغاړی ونومول شو.

د ملي اتلانو ترمنځ سترې کورنۍ سيالۍ 

 

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر پر بنسټ، دغه بورډ غواړي د میرویس نیکه له درې ورځنیو سیالیو وروسته د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس(څلور ورځنۍ) سیالۍ پیل کړي چې د مهالوېش له مخې به د روان کال د مې میاشتې له پنځمې د جون تر ۲۲مې نېټې پورې د ننګرهارولایت پر دوو نجيب تره کي او غازي امان الله خان کرکټ لوبغالو دوام ومومي، چې ويل کيږي وروستۍ څلور لوبې به يې په ژوندۍ بڼه همخپرې شي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري افغانستان کرکټ بورډ ته د بشپړ غړیتوب ورکولو سره، د دغه شورا له لوري د کورنيوفرسټ کلاس څلور ورځنيو لوبو اجازه هم ورکول شوه او د هيواد د پنځه زونونو د لوبډلو له لوري د دغه سترو سياليو پيل وشو او لومړیپړاو يې په ۲۰۱۷ز کال کې ترسره شو، چې د بندامیر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیده.

له هغې وروسته دا سیالۍ هرکال ترسره کيږي، خو په دې وروستیو کې يې د لوبډلو شمير له پنځو څلورو ته راکم شوی او د زونونو پرځایورته نور نومونه غوره شوي دي.

سږ ۲۰۲۵کال کې به يې هم څلور «هندوکش سټرايکرز، ماهيپر سټارز، ميوند چمپينز او پامیر ليجنډز» لوبډلې ګډونوالې وي.

د کشمیر جنجالي مسله ته هند کې د کرېکټ په کچه پراخ غبرګونونه

په دې وروستیو کې د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو برید په دغه هېواد کې د هرې کچې په خلکو کې غبرګونونه راپارولي چېد کرېکټ لوبغاړي ترې هم مستثنی نه دي.

تازه آی پي اېل کې د کلکتې لوبډلې له هند کرېکټ بورډ غوښتي چې ماښام د پنجاب پر وړاندې لوبه کې د کشمیر له قربانیانو سره دخواخوږۍ لپاره د دوی مدیره بورډ او لوبډلې ته په مټ د تورې پټۍ تړلو اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ راجستان او بنګلور لوبډلې هم د کشمیر له قربانیانو سره د خواخوږۍ په موخه په لوبه کې پر مټتورې پټۍ تړلې وې.

بل لور د پاکستاني لوبغاړو له ډلې پخواني لوبغاړي محمد حفیظ یوازې په دوه ټکو غبرګون ښکاره کړی او بل پخواني لوبغاړي دانشکنېریا د کشمیر په وروستۍ پېښې کې پر خپل حکومت نیوکې کړي دي.

په همدې حال کې په کشمیر کې د پاکستاني او هندي لوري ترمنځ جګړه په بشپړه توګه نه ده سړه شوې او د هند ملي لوبډلې د مشرروزونکي ګاتم ګمبیر، افسانوي لوبغاړي سچین تندولکر، عرفان پټان، شېکر دوان او شوبمن ګیل په ګډون د هند له نیمایي ډېرو لوبغاړو دکشمیر وروستۍ ترهګریزې پېښې ته سخت غبرګون ښودلی دی.

هندي رسنۍ هم له دې غبرګونونو سره یوځای شوي دي او په هند کې یې د پاکستاني لیګ اړوند پوښښ او نشرات بند کړل.

سوني ټلوېزیون چې په هند کې مخکښ ورزشي چېنل دی او د پاکستان سوپر لیګ لوبې یې خپرولې له پاکستاني لیګ سره بشپړ پریکوناعلان کړ، همداراز د کرېک بز په ګډون یو شمېر نورو مشهورو هندي رسنیو هم د سوپر لیګ هر ډول ژوندي او لوبیز معلومات خپرول بندکړل.

هم مهاله په پاکستاني لیګ کې هندي الاصله کارکوونکي هم د هند لومړي وزیر په وینا له یاد لیګ او پاکستان دواړو ووتل.

د کرکټ نړيوالې شورا غونډه کې د افغان کرېکټ بورډ لوړپوړو چارواکو ګډون او د دوی غوښتنې

د زيمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړيوالې شورا د غړو هيوادونو د استازو ترمنځ غونډه پای ته ورسیده.

دغه غونډه چې د کرکټ نړيوالې شورا د مشر جی شاه په مشرۍ کې ترسره شوه، د ټولو غړو کرکټ بورډونو رئيسانو او اجرائيه مشرانو پهکې ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې چې د روانې اپريل مياشتې له ۱۰مې تر ۱۳مې نيټې پورې يې دوام وکړ، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییسمیرویس اشرف او اجرایوي رییس نصیب خان هم ګډون درلود.

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر پر بنسټ، د دغه غونډې لومړۍ برخه کې د بورډونو د اجرایوي رییسانو کمېټې خپله ناسته ترسره کړه چېپه کې د اتلانو وروستي جام په بریالي ډول د ترسره کېدو، ۲۰۲۸ کال کې په امریکا کې ترسره کیدونکې المپیک سیالیو کې د کرکټ پهلوبو، د FTP سیالیو په خپل وخت ترسره کولو، ۲۰۲۶ کال کې د زمبابوی او نامیبیا په کوربتوب د ۱۹ کلنو نړیوال جام او یو شمېر نورواړوند موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

د غونډې په دویمه برخه کې د اجرایوي رییسانو د کمېټې له لوري بحث شوي موضوعات د بورډونو عمومي رییسانو غونډې ته چې دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف یې هم ګډونوال وو، وړاندې شول ترڅو هلته یې په اړه وروستۍ پرېکړې وشي.

په یاده غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د افغانستان لپاره په ټېست سیالیو کې د لا ډېر فرصتونو غوښتنه وکړه او ټینګار یېوکړ چې دوی په دغه بڼه کې ډېر کرکټ ته اړتیا لري ترڅو د سپین بال سیالیو په څېر په دې بڼه کې هم لاسته راوړنې ولري.