د بنګلدېش پریمیر لیګ روان پړاو د نړۍ د کرېکټ مینهوالو، او په ځانګړي ډول د افغان کرېکټ مینهوالو لپاره یوه ځانګړې او تاریخي شېبه ډالۍ کړه.
تېره شپه د بنګلدېش پریمیر لیګ په سیالیو کې د افغانستان د کرېکټ وتلی ستوری محمد نبي او زوی یې، ځوان حسن عیسیخېل، په ګډه د نواخالي اېکسپرېس لوبډلې لپاره د سیالۍ میدان ته ښکته شول. دا د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځل و چې پلار او زوی د یوې لوبډلې په ګټه ولوبېدل.
په روان شل اوریز لیګ کې دا د حسن عیسیخېل لومړۍ لوبه وه چې نواخالي اېکسپرېس لوبډلې ورته د لوبېدو فرصت ورکړ. نوموړي هم له ورکړل شوي چانس څخه په غوره ډول ګټه واخیسته او په زړه پورې لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه. حسن عیسیخېل د ۶۰ توپونو په لوبولو سره ۹۲ چټکې منډې ترسره کړې، خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.
محمد نبي او حسن عیسیخېل په ګډه د نواخالي اېکسپرېس لپاره په څلورمه وېکټ د ۵۳ منډو مهمه ملګرتیا وکړه، چې د لوبې په پایله کې یې مهم رول ولوباوه.
حسن عیسیخېل د ۱۵۳.۳۳ سټرایک رېټ سره، د اووه څلوریزو او پنځه شپږیزو په مټ ۹۲ منډې وکړې او خپلې سیالې لوبډلې ډاکه کپېټلز ته یې د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه. ډاکه کپېټلز لوبډلې ونه شوای کولی ټاکلی هدف ترلاسه کړي او سیالۍ یې د ۴۱ منډو په توپیر وبایلله.
۱۹ کلن حسن عیسیخېل په دې وروستیو کې د افغانستان په کورني کرېکټ کې هم ښه ځلېدلی او په بېلابېلو کورنیو ټورنمنټونو کې یې د پام وړ کارکردګي ښودلې ده.
محمد نبي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې تکړه او تجربهلرونکی لوبغاړی او د افغان کرېکټ له بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي، د کلونو راهیسې په نړیوال او لیګ کرېکټ کې د خپلې ښې لوبې، پراخې تجربې او هر اړخیزې وړتیا له امله پېژندل کېږي. نوموړي د تېرې شپې د لوبې په اړه وویل:
«له ډېرې مودې راهیسې د داسې شېبې په انتظار وم چې له خپل زوی سره یوځای ولوبېږم، او هغه په خپلې لومړۍ لوبه کې په رښتیا هم ډېر ښه وځلېد.»
ورته مهال حسن عیسیخېل د لوبې له پای وروسته وویل:
«ما سخت تمرین کړی و، حتی په هغو ورځو کې چې د ارام لپاره وې هم مې تمرین کاوه. کله چې په لومړیو اوو لوبو کې د لوبډلې برخه نه وم، د نورو لوبغاړو لوبې مې څارلې، د هغوی تېروتنې مې په نښه کولې، ترڅو زه یې تکرار نه کړم.»
د افغانستان د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي رحمنالله ګربز هم په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د تېرې شپې لوبه د خپل لوبیز ژوند یوه ځانګړې شېبه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې حسن عیسیخېل د خپلې ښې کارکردګۍ په دوام سره وکولی شي د افغانستان ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.
