په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله کې د کرېکټ د مینه والو لپاره د بېلابېلو جالبو پېښو له کبله ډېر ځانګړی وو او د همدغو پرمختګونو له مخې کرېکټ لا ډېر پراخ شو او وغوړېد.
په دې کال کې د کرېکټ چمپینز ټرافۍ سیالۍ له اوږدې مودې اته کلونو وروسته بېرته ترسره شوې، چې د کرېکټ مینهوالو ته یې ځانګړې ارزښت درلود.
په دې سیالیو کې د نړۍ یوازې اته غوره لوبډلو ګډون کړی و، چې له امله یې هره لوبه د پایلوبې په کچه مهمه بلل کېده.
په دې ټورنمنټ کې د ځینو سیالیو ځایونه د سیاسي او امنیتي شرایطو له امله بدل شول، چې دا خپله د چمپینز ټرافۍ یو له مهمو بحثونو څخه و. خو سره له دې هم سیالۍ په منظم ډول ترسره شوې او د نندارچیانو پام یې ځانته راواړاوه.
چمپینز ټرافۍ د ځوانو لوبغاړو لپاره د ځان ښودلو ښه فرصت هم و. یو شمېر نويو لوبغاړو د سترو لوبډلو پر وړاندې په زړه پورې لوبې وکړې او نړیوال کرېکټ ته یې د خپل راتګ اعلان وکړ. لکه د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهوونکي صدیق الله اتل چې د اسټرالیا پر وړاندې په زړه پورې توپ وهنه وکړه.
همدارنګه ځینې مشهور او تجربهلرونکي لوبغاړي بیا د تمې خلاف د فشار لاندې پاتې راغلل.
په ورته وخت د توپ اچوونکو او توپ وهوونکو ترمنځ توازن د دې ټورنمنټ بله ځانګړنه وه. په ډېرو لوبغالو کې داسې سیالۍ ولیدل شوې چې دواړه خواوې په کې اغېزناکې وې، چې دې کار لوبو ته لا زیات خوند ورکړ.
بل لور د دغو سیالیو جالب اړخ له کلونو وروسته د هندۍ لوبډلې اتلولي وه. د هند ملي لوبډلې له ۱۲ کالو وروسته د یو ورځنیو نړیوالو لوبو جام وګټلو.
هندۍ لوبډلې په چمپنتز ټرافۍ سیالیو کې هېڅ لوبه ونه بایلله او په پای لوبه کې یې هم مخکښې لوبډلې نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو سره دغه جام وګاټه.
په ټوله کې، د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافۍ نه یوازې د لوړې سیالۍ شاهد و، بلکې د کرېکټ د نړیوال نظم، ځوان استعدادونو او د لوبې د بدلونونو څرګند انځور یې هم وړاندې کړ.
