ویسټ انډیز د کلیدي لوبغاړو په نه شتون کې د افغانستان خلاف لوبډله اعلان کړه

د افغانستان خلاف د شل اووریزو سیالیو لپاره ویسټ انډیز د برانډن کینګ تر لوبډلمشرۍ لاندې شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړه. کینګ لدې وړاندې هم د خپل هیواد لوبډلمشري کړې، نوموړي په وروستي وار دغه مسوولیت د سوېلي افریقا خلاف خلاف په ۲۰۲۴ز کال کې ترسره کړی. د ویست انډیز کرکټ بورډ وایي د شل اووریزو لوبو لوبډلمشر شای هوپ د سویلي افریقا په تجارتي لیګ کې لوبیږي نو ځکه دې سیریز ته نه دی غوره شوی.

د شای هوپ تر څنګ روسټن چیس، اکیل حسین او شیرفین ردرفورډ هم د افغانستان خلاف شل اووریز کې نه دي غوره شوي، دوي هم اوس مهال د سوېلي افریقا لیګ کې په لوبېدو بوخت دي.
د ویسټ انډیز د شل اووریز فارمټ درې نورو مجربو لوبغاړو، جیسن هولډر، روومن پاول او روماریو شیفرډ ته آرام ورکړل شوی.

شمار جوزف او ایوین لیویس له ټپونو وروسته د افغانستان خلاف سکواډ ته راستانه شوي، خو چټک توپ اچوونکی الزاري جوزیف لا هم د ټپونو له وجې د لوبېدو جوګه نه دی بلل شوی.

د کلیدي لوبغاړو نه شتون یو ځوان لوبغاړي ته د لوبېدو زمینه مساعده کړې، کوینټین سمپسون ته په لومړي وار په شل اووریز سکواډ کې ځای ورکړل شوی. نوموړی په دې سکواډ کې رومن پوول بدیل لوبغاړی دی.

مشر روزونکي ډیرن سمي دا سیریز د شل اووریز نړیوال جام د چمتوالي لپاره مهم بللی، دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال جام لپاره بعضې کلیدي لوبغاړي ددې سیالیو برخه نه دي. د ویسټ انډیز منتخب سکواډ به د ډیرین سمي په مشرۍ سبا، د جنوري په څوارلسمه نیټه له ویسټ انډیز څخه حرکت وکړي او په شپاړسمه نیټه به اماراتو ته ورسیږي. د دواړو هیوادونو تر منځ لومړۍ سیالۍ د جتوري په په ۱۹مه، دویمه په ۲۱مه او دریمه سیالۍ په ۲۲مه نیټه ترسره کیږي.

د ویسټ انډیز سکواډ:

برانډن کنگ (کپتان)
الیک اتانازي
کیسي کارټي
جانسن چارلس
میتیو فورډ
جسټین ګریوز
امیر جنګو
شمار جوزیف
ایوین لیوس
ګوډاکیش موتی
خاري پیری
کوینټین سمپسون
جیډن سیلز
رامون سیمونډز
شمار سپرېګر
شمرون هیتمایر

د یادونې وړ ده چې یو شمیر افغان لوبغاړي هم دم ګړۍ د سوېلي افریقا او بنګلدېش په تجارتي لیګونو کې لوبیږي چې بعضې یې اماراتو ته ستانه شوي دي، او پاتې لوبغاړي به هم نن/سبا یاد لیګونه پرېږدي.