په ۲۰۲۵ کال کې د کورنیو سیالیو له اړخه په افغانستان دننه هم ګرم کال و چې فرسټ کلاس، واخان جام، لېسټ اې، شپږیزه، ګرېډ ون او ګرېډ ټو سیالۍ د یادونې وړ دي.
لومړی د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس لوبې له می میاشتې تر جون پورې د ننګرهار په کوربتوب د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې میوند اتلانو یې د اتم پړاو سیالیو اتلولي وګټله.
په ټوله کې د فرسټ کلاس د پای لوبې په ګډون ټولې ۱۳ لوبې ترسره شوې چې څه باندې یوه میاشت یې دوام وکړ.
شپږ لوبې بې پایلې شوې او پاتې شپږو کې درې د ماهیپر ستورو او یوه– یوه لوبه میوند اتلانو، پامیر لېجنډز او هندوکش سټرایکرز وګټله.
په دې سیالیو کې د توپ وهوونکو له ډلې تر ټولو ډېرې منډې شاهدالله کمال جوړې کړي چې د شپږو لوبو په لسو پاڼیو کې یې د دوه سلیزوپر مټ ۵۴۱ منډې وکړې.
ورپسې په ترتیب سره په دویم مقام حشمت الله شهیدي د څلورو لوبو په لسو پاڼیو کې د درې سلیزو پر مټ ۴۹۵ او په درېیم مقام رحمن الله ځدراڼ د شپږو لوبو په لسو پاڼیو کې ۴۷۶ منډې جوړې کړې.
سږکال په فرسټ کلاس لوبو کې د یوې پاڼۍ تر ټولو لوړې انفرادي منډې حشمت الله شهیدي جوړې کړې چې ۲۰۵ منډې یې وکړې.
په همدې حال کې د توپ اچوونکو له ډلې د فرسټ کلاس په سږنیو لوبو کې شرف الدین اشرف تر ټولو ډېرې وېکټې واخیستې چې د شپږ لوبو په دولس پاڼیو کې یې ۳۶ لوبغاړي سوځولي دي.
ورپسې په دویم مقام یمین احمدزي د شپږو لوبو په دولس پاڼیو کې ۲۶ وېکټې او په درېیم مقام ضیاء الرحمن اکبر د پنځو لوبو په نهو پاڼیو کې ۲۵ وېکټې ترلاسه کړې دي.
د یوې پاڼۍ تر ټولو غوره توپ اچوونه بشیر احمد افغان کړې چې د ۴۹ منډو په ورکولو یې ۶ لوبغاړي سوځولي.
په ورته وخت، فرسټ کلاس لوبو پسې په جون میاشت کې د کندز ولایت په کوربتوب د واخان شل اوریزې سیالۍ ترسره شوې او د هندوکش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري، میوند اتلان او پامیر لېجېنډز د سږ کال ملي شل اوریز لیګ ګډون کوونکې لوبډلې وې.
پایلوبې ته پامیر لېجېنډز او د ماهیپر ستورو لوبډلې وتلې وې.
چې په پایله کې یې هندوکش سټرایکرز وکولی شول د یوې وېکټې په توپیر پامیر لوبډلې ته ماته ورکړي او د شل اوریز جام اتلولي خپله کړي.
په دې ټورنمنټ کې تر ټولو ډېرې منډې ذبید اکبري جوړې کړې چې د هندوکش سټرایکرز لپاره یې ۱۶۷ منډې ترسره کړې او مخکښ ویکټ اخیستونکي یما عرب وو چې د خپلې لوبډل لپاره یې ۱۱ لوبغاړي وسوځول.
د یادونې وړ ده چې واخان شل اووریزې سیالۍ تېرکال د قوشتېپې سیالیو په نوم ترسره شوې وې.
