د هند او پاکستان د لوبې لپاره د لوبغالي شاوخوا نښه وېشتونکي ځای پر ځای کیږي

د ګواښونو له امله د هند او پاکستان د لوبې لپاره له وړاندې امنیتي تابیا؛

د امریکا په کوربتوب په شل اووریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان د لوبې پر مهال د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله له وړاندې امنیتي تابیاوې نیول شوې دي.

د یادو هېوادونو ترمنځ لوبه چې د جون په نهمه د نیویارک په ناساو کاونټي لوبغالي کې ترسره کیږي د دغه لوبغالي په شاوخوا سیمو کې هم امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

د راپورونو له مخې د ناساو کاونټي د پولیسو څانګې څارنه پیل کړې څو ډاډ ترلاسه کړپ چې د جون له ۳مې تر ۱۲مې ټولې لوبې پرته له کومې پېښې ترسره شي.

د داعش خراسان څانګې له خوا د ورکړل شویو ګواښونو له امله حتی د ناساو کاونټي لوبغالي په شاوخوا سیمو کې نښه ویشتونکي هم ځای پر ځای کیږي.

بل لور لوبغالي ته دننه کېدونکي نندارچیان به هم پلټل کیږي او د ځانګړو سکېنرونو نه به تیریږي.
پر دې سربېره به د امنیت د لا ټینګښت لپاره په ملکي جامو کې هم ځواکونه په میدان کې ګزمه کوي.

په ورته مهال د کرېکټ نړیوالې شورا هم بي بي سي نړیوال سروېس ته ویلي، چې په روان جام کې د ټولو امنیت او خوندیتوب ورته لومړیتوب دی او یو ټولیز او پیاوړی امنیتي پلان لري.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال جام د مخه له شمالي پاکستانه د لوبو پر مهال د امنیتي پېښو د ترسره کېدو ګواښ ورکړل شوی وو.