د ۱۹ کلنو نړیوال جامونو کې د افغان لوبډلې مخینه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې اووه ځله د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لار پیدا کړې او له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېدلې.

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې غوراوي پړاو کې ایرلېنډ ته له ماتې ورکولو وروسته د ۲۰۱۰ کال د ۱۹ کلنونړیوال جام ته لار پیدا کړه.

 

 

د دویم ځل لپاره د ۲۰۱۲ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې او د دریم ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې په متحده عربي اماراتو کې د ۱۹ کلنو پهنړیوال جام کې ولوبېد او د لوبډلو په نوملړ کې یې اووم ځای خپل کړ.

د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله ورو ورو د کرېکټ په یوې مخکښې لوبډلې بدله شوه او د کرېکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولووروسته د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام ته یې هم لار ومونده.

 

 

د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې سفر دومره بریالی وو چې د د ۲۰۲۲ کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې یې نیمه پایلوبې ته هم لار پیدا کړه خو د انګلېنډ له خوا د ماتې په خوړلو سره یې په همدې پړاو کې سفر پای ته ورسېد.

 

 

په همدې حال کې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې په ډي ګروپ کې له پاکستان، نیوزیلنډ او نیپال سرهلوبیږي.

په ټوله کې د ۱۹ کلنو نړیوالو جامونو موخه د هر هېواد د ملي لوبډلې لپاره د وړ او متسعدو لوبغاړو پیدا کول او په ملي لوبډلو کې ځایورکول دي.

 

 

په وروستیو کلونو کې د افغانستان ملي لوبډلې اتیا سلنه هغه لوبغاړي تشکیلوي چې د ۱۹ کلنو په ملي او نړیوالو جامونو کې لوبېدلي وواو له دې لارې یې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړې.