د هند پر وړاندې د افغانستان لومړنۍ لوبلړۍ او د لوبډلو جوړښت

افغان ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره له هند سره دوه اړخیزه لوبلړۍ لوبوي.

افغان او هند کرېکټ بورډونو وار د مخه د یو بل پر وړاندې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی.

د افغانستان لوبډلې ته په کتو هند هم پیاوړې لوبډله جوړه کړې او د افغان لوبډلې د هر توپ وهوونکي او توپ اچوونکي په مقابل کې یېپیاوړي او مخکښ لوبغاړي په نوملړ کې ځای پر ځای کړي.

 

هند د لوبډلې جوړښت کې د ویرات او شوبمن ګېل په ګډون نهه توپ وهوونکي لري چې دوه یې وېکټ ساتونکي دي او دا راز افغانستان پهخپل جوړښت کې شپږ توپ وهوونکي او دوه وېکټ ساتونکي لري.

هندۍ لوبډله د افغانستان د څلورو ورو توپ اچونکو په ځواب کې څلور ورو توپ اچوونکي لري او همدارنګه د پنځو افغان تېزو توپاچوونکو پر وړاندې درې تېز او مخکښ توپ اچوونکي لري.

 

بل خوا له هند سره به د لوبلړۍ پر مهال تر بل هر وخت ډېر د راشد نه شتون او تشه احساس شي او دا به هغه فرصت وي چې هندۍلوبډله به له ډېر فشار ژغوري.

اوس افغان لوبډله هم د هند یو له سرسختو سیالو لوبډلو ګرځېدلې او دا چې هند په خپل کور کې لوبیږي څه ناڅه پر افغان لوبډلېبرلاسې ښکاري خو په ورته مهال افغان لوبغاړي د هند له هوا سره بلد دي او د ای پي اېل سیالیو کې یې په لوبغالو کې لوبېدلي او کولیشي فشار کابو کړي.

 

په همدې حال کې د شل اوریز نړیوال جام د رارسېدو په درشل کې د هند او افغانستان مهمه لوبلړۍ نن پیلیږي.