کوربه هند د تاریخي لمړۍ لوبلړۍ لمړۍ لوبه وګټله

افغان لوبډله پرون د هند په موهالي لوبغالي کې له هندۍ لوبډلې سره د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې مخامخ شوه.

د لوبې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبغاړو په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو وېکټو په زیان مقابلې لوبډلې ته ۱۵۹ منډې هدف ورکړ.

 

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې افغان توپ اچوونکو ښه پیل واخیست او د هند دوه مهم لوبغاړي یې په لومړنیو اورونو کې وسوځول.

خو د لوبې وروستي اورونه د هندۍ لوبډلې په ګټې واوښتل او ټاکلی هدف یې د څلور لوبغاړو په زیان سره په ۱۷.۳ اورونو کې پوره کړ.

 

 

په افغان توپ اچوونکو کې مجیب ځدراڼ دوه او عظمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.

له لوبې وروسته د افغان ملي لوبډلې موقت لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وویل چې د توپ وهنې پیل مو ښه نه وو او د پلان مطابق د مناسب هدف په ټاکلو ونه توانیدو.

 

 

ځدراڼ زیاته کړه: که هدف مو څه ناڅه زیات وی بیا مو مقابله لوبډله تر وروستي اوور رسوله خو نوموړي په توپ وهنه او ډګر ساتنه کې نیمګړتیاوې ومنلې او د راتلونکو لوبو لپاره یې د ښه کولو ډاډ ورکړ.

افغانستان او هند به د لوبلړۍ د دویمې لوبې لپاره د راتلونکې یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د ماښام په شپږو بجو سره مخامخ شي.