د نولس کلنو نړیوال جام مخینه او د سږکال نولس کلنو جام پیاوړې لوبډلې

د نولس کلنو کم عمره نړیوال جام له ننه ۳۶ کاله وړاندې په ۱۹۸۸ کال کې پیل شوی او په دغه موده کې له افغانستان پرته د بېلابېلو هېوادونو د کرېکټ لوبډلو د یاد نړیوال جام اتلولي ګټلې ده.

د لومړي ځل لپاره او د ۱۹ کلنو د لومړي جام اتلولي په ۱۹۸۸ کال کې اسټرالیا ګټلې وه.

 

له ۱۹۸۸ کال راپه دې خوا تراوسه د ۱۹ کلنو ۱۴ نړیوال جامونه ترسره شوي او د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام په راتلونکو دوو ورځو کې د جنورۍ په ۱۹مه پیلیږي، چې د فبرورۍ په یوولسمه به پای ته ورسیږي.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام له پیل راهیسې هند پنځه، اسټرالیا درې، پاکستان دوه، انګلېنډ، بنګله دېش، سویلي افریقا او ویسټ انډیز یو-یو ځل د دغه نړیوال جام اتلولي ګټلې ده.

 

 

 

د سږکال نړیوال جام ګډون کوونکو هېوادونو له وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړي او وار د مخه یې د اتلولۍ ګټلو لپاره تابیاوې کړي.

هغه لوبډلې چې د یاد جام نیمه پایلوبې ته یې د وتلو احتمال ډېر دی او هڅه کوي چې اتلولي وګټي، د اسټرالیا، هند، پاکستان او سویلي افریقا لوبډلې دي.