د ۲۰۲۵ کال چمپین ټرافي: د افغانستان ګډون څنګه شونی دی

د پنځوس اووریز نړیوال جام اووه مخکښې لوبډلې او کوربه پاکستان به د چمپین ټرافي په راتلونکي پړاو کې د ګډون حق ولري.

د اي اېس پي اېن مجلې د راپور پر اساس دغې ټورنمنټ ته د لار موندنې معیار او شرط د روان نړیوال جام په فهرست کې په لمړیو اته لوبډلو کې راتلل دي. د دوي په وینا لدې څخه تر اوسه هیڅ هیواد خبر نه وو او دا پرېکړه په وروستیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا لخوا نهایي شوې ده.

 

 

افغانستان دا وخت په نړیوال جام کې د انګلینډ، نیدرلینډ او بنګلدېش مخکې په اووم مقام قرار لري. په شویو پنځه سیالیو کې یې دوه ګټلي او درې یې باېللي. پاتې څلور لوبې یې د سرېلانکا، نیدرلینډ، سوېلي افریقا اواسټرالیا هیوادونو سره دي. په ځاې د پاتې کېدو یا مخکۍ تګ لپاره بایدلږ تر لږه دوه لوبې نورې هم وګټي.

هغه بشپړ غړي هیوادونه چې په نړیوال جام کې ګډون نلري (لکه وېسټ انډیز، زمبابوی او ایرلینډ)، چمپین ټرافي ته د کولېفاې یا لارموندنۍ لپاره هیڅ موقع نلري.

پاکستانۍ لوبډله د چمپین ټرافي برحال اتله لوبډله ده. دوي په ۲۰۱۷ کال کې هند په پاې لوبه کې په ماتې ورکولو سره یاد جام خپل کړیوو.

 

کچیرې افغانستان په لمړیو اته لوبډلو کې راشي او چمپین ټرافي ته لاره پیدا کړي، دا به د افغان کرېکټ په تاریځ کې لمړی وار وي چې افغانستان دا لاس ته راوړنه او ویاړ خپلوي.