له افغانستان بچ شوې اسټرالیا له سویلي افریقا هم ځان وژغورو

له افغانستان بچ شوې اسټرالیا له سویلي افریقا هم ځان وژغورو

د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام د نیمه پای لوبو په درشل کې اسټرالیا له سویلي افریقا هم بچ شوه.

اسټرالیا چې نیمه پای لوبې ته د وتلو لپاره په ډېره سخته د افغانستان له خوا له ماتې خوړلو بچ شوې وه، پرون د نړیوال جام نیمه پای لوبه کې له سویلي افریقا هم په سخته وژغورل شوه او بلاخره یې ځان پای لوبې ته ورساوه.

 

اټکل کېده که افغان لوبډلې له اسټرالیا لوبه ګټلی وی له سویلي افریقا هم ورته ګټل اسانه کېدل او کېدی شي د دغه اټکل سره سم اوس افغان لوبډله په پای لوبه کې له هند سره وه.

اوس هند ماته کړې اسټرالیا د روان نړیوال جام پای لوبه کې یو ځل بیا له هند سره مخامخ کیږي.

اسټرالیا چې اته ځله د نړیوال جام پای لوبو ته وتلې او پنځه ځله یې اتلولي ګټلې په هند یې سترګه سره ده.

 

 

خو له بلې خوا په روان نړیوال جام کې د اسټرالیا سفر ان د افغان لوبډلې په پرتله هم دومره خوندور نه وو او وروستۍ لوبې یې په بېکاره ډول وګټلې.

په ورته مهال بیا د اسټرالیا مقابل کې هندۍ لوبډله په خپل کور او لوبغالي کې لوبیږي او تر دا مهاله یې د نړیوال جام ټولې لوبې ګټلي نو پر دې بنسټ پر اسټرالیا یې زور بر ښکاري او اسانه به نه وي چې د نړیوال جام ټرافي له هند ووځي.

ټاکل شوې د هند او اسټرالیا ترمنځ د نړیوال جام پای لوبه د نومبر په ۱۹مه د یکشنبې په ورځ د هند په ترټولو لوی لوبغالي احمد اباد کې ترسره شي.

 

 

ښایي د هند د لوبې نندارې لپاره لومړی وزیر نرېندرا مودي، نور سیاستوال، د هند مشهور فلمي لوبغاړي، ادا کاران او د کرېکټ پخواني لوبغاړي هم لوبغالي ته راشي.