افغانستان د نړیوال جام په دوام له پاکستان وروسته دویمه پرلپسې لوبه هم وګټله او په دې توګه د دریو لوبو په ګټلو سره د نوملړ پنځم ځای ته پورته شو.
پاکستانیانو هیله درلوده چې افغان لوبډله د سریلانکا له خوا ماته شي، د دوی د تېرې ماتې غچ واخیستل شي او بیا د افغانستان ماتې په نڅاوو او سندرو ونمانځي خو افغان لوبډلې یو ځل بیا د یوې په زړه پورې لوبې په کولو سره ټول پاکستان ته ټکان ورکړ او هغوی چې د سندرو او نڅاوو ژمنې یې کړې وې هک حیران یې کړل.
![](https://acauk.net/wp-content/uploads/2023/10/62F29B02-2B09-436E-977B-F81935AE1450-1024x576.jpeg)
افغان لوبډلې څه ډول چې تمه وه ښه لوبه وکړه او په روان نړیوال جام کې یې د نړیوالو جامونو درې اتلې لوبډلې ماتې کړې.
د افغانستان د کرېکټ مینه وال له افغان لوبډلې او ښه لوبې یې راضي دي او ټینګار کوي چې په هر حال کې به له خپلو لوبغاړو ملاتړ کوي.
بل خوا د کرېکټ برحاله او پخواني مخکښ لوبغاړي هم د افغانستان د ښو لوبو ستاینه کوي او اټکل کوي چې افغانستان کولی شي نیمه پای لوبې ته ووځي.
![](https://acauk.net/wp-content/uploads/2023/10/6E777E96-2F86-4900-992F-EF22A009E9C9-1024x539.jpeg)
په همدې حال کې که افغانستان دوه نورې لوبې وګټي نیمه پای لوبې ته وځي خو د نه وتلو په صورت کې د نوملړ په پنځو لوبډلو کې د افغانستان راتلل له ښه مرغه چیمپینز ټرافۍ ته د لوبډلې تګ یقیني کړ چې په ۲۰۲۵ کال د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي.
92 comments
Comments are closed.