افغان لوبغاړو په روژه خوله او سترو کارنامو اېرلېنډ ته ماتې ورکړه


افغان لوبډلې ایرلېنډ ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۱۷ منډو په ستر توپیر ماتې ورکولو سره د یادې لوبلړۍ اتله شوه.

افغانستان یو ځل بیا د معمول په څېر دا لوبه هم د لوبغاړو په جادویي توپ اچوونې وګټله.

د لوبې پچه اېرلېنډ ګټلې وه او د خپلو لوبغاړو د قوت نقطې ته په کتلو یې د تل په څېر لومړی توپ اچوونه وټاکله.

افغانستان که څه هم د توپ وهنې پیل ښه وکړ او پیلیز لوبغاړي رحمن الله ګربز نیمه سلیزه جوړه کړه.
خو بل پیلیز لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ دا ځل ونه توانېد ډېرې منډې جوړې کړي او خپله وېکټ یې زر له لاسه ورکړه چې همغه وو د لوبغاړو د سوځېدو تسلسل دوام وکړ او پرلپسې څو چټکې وېکټې لاړې او هدف هېڅ ښه مخکې ولانړ.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه ملګرتیا د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او محمد نبي ترمنځ وشوه چې ۹۷ منډې ملګرتیا یې وکړه او هدف یې له ۲۰۰ منډو واړوو.

په ورته مهال افغان لوبغاړو وروستۍ یو ورځنۍ لوبه په روژه خوله وکړه او د نبي او شهیدي د توپ وهنې پر مهال یې د ماښام له اذان سره سم خپله روژه ماته کړه.

د لوبغاړو له روژه ماتي او لمونځ وروسته د افغانستان د توپ اچوونې په پاڼۍ کې ځوانو توپ اچوونکو په ځانګړې توګه ننګیالي خروټي په خپلې لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې حیرانوونکې ننداره وړاندې کړه.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي د ډېر کله په څېر بیا هم د توپ اچوونې ښه پیل وکړ او د اېرلېنډ یو لوبغاړی یې په پیل کې وسوځاوه.

له دې وروسته محمد نبي او ننګیال خروټي په فوق العاده او په زړه پورې توپ اچوونې سره د افغانستان لپاره په دغه لوبه کې سترې کارنامې وکړې.

نبي یو وار بیا ثابته کړه چې د نړۍ بهترین الراونډر دی.
نوموړي د خپل لوبیز ژوند بهترینه توپ اچوونه وکړه، د پنځه لوبغاړو د سوځولو تر څنګ یې ۴۸ منډې جوړې کړې. او په ټوله کې یې د یو مشر او مجرب لوبغاړي رول ادا کړ.

بل خوا ننګیال خروټی چې لومړنۍ نړیواله لوبه یې وه، په خپل لومړنۍ اوور کې یې دولس منډې ورکړې او تر فشار لاندې وو، خو نبي یې لاس ونیو او حوصله یې ورکړه او هماغه وه چې د ایرلینډي لوبغاړو د منډو جوړولو خنډ او وېکټو اخیستو سبب شو.

ننګیال له شاپور او مجیب وروسته دریم افغان لوبغاړی دی چې په خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې څلور لوبغاړي سوځوي.

شننوکي په دې باور دي چې نوموړی په راتلونکې کې د محمد نبي ښه ځای ناستی جوړېدلی شي.

په همدې حال کې د یادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد نبي، د سټایلېش لوبغاړي ننګیال خروټي او د لوبلړۍ غوره لوبغاړي جایزه رحمن الله ګربز ته ورکړل شوه.