د نوین اړوند د پېښور زلمو لوبډلې یو وار بیا نیمه پای لوبې ته ووتله

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل د دوام په درشل کې د نوین الحق اړوند لوبډلې د نهم ځل لپاره نیمه پای لوبې ته لار وویسته او د دویم ځل لپاره یې د اتلولۍ ګټلو لپاره د مینه والو هیلې را ژوندۍ کړې.

د پېښور زلمو لوبډلې په روان پي اېس اېل کې ټولې نهه لوبې کړي چې له دې ډلې یې پنځه ګټلي، درې بایللي او یوه یې بې پایلې پای ته رسېدلې.

دا د یادې لوبډلې نهم وار دی چې نیمه پای لوبې ته لار پیدا کوي او څلور ځله پای لوبې ته وتلې؛ خو پرته له یو ځل اتلولۍ ګټلو بېرته هر وار تش لاس را ستنه شوې ده.

په همدې حال کې په سږني سوپر لیګ کې له پېښور زلمو سره یوازنی افغان لوبغاړی نوین الحق دی.

نوین د وېکټ پر اخیستو خوشحالي کوي

نوین ته د پېښور زلمو په پنځو لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی او په هره هغه لوبه کې چې نوین الحق ورسره نه وو، بایللې یې دي.

که څه هم د توپ اچوونې پر مهال د نوین د منډو د ورکړې کچه زیاته وي خو بیا هم په مهمو شېبو کې اغېزناکه توپ اچوونه کوي او د لوبغاړو په سوځولو د پېښور زلمو د بریا لپاره لاره هواروي.

په ورته مهال د سوپر لیګ په سږني پړاو کې تر ټولو ډېرې مخکښې منډې جوړونکی لوبغاړی د پېښور زلمو لوبډلمشر بابر اعظم دی چې ۴۴۷ منډې یې کړي او په توپ اچوونه کې انګلېنډی لوبغاړی لوکو ووډ دی چې په اتو لوبو کې یې لس وېکټې اخیستي دي.