نور علي ځدراڼ د ۱۵ کلن مزل وروسته له نړیوال کرېکټ لاس واخیست

د افغانستان ملي لوبډلې پیلیز توپ وهوونکي نور علي ځدراڼ پرون د ایرلېنډ پر وړاندې د لوبې له پیل مخکې له هر ډول نړیوال کرېکټ تقاعد اعلان کړ. له لوبې وړاندې افغان لوبډلې نوموړي ته په احترام ودرېدل او د کرېکټ د رواج سره سم، د بیټونو د کارډ اف آنر په جوړولو رخصت او له نوموړي مننه وکړه.

ځدراڼ په ۲۰۰۹ کال کې په کرېکټ پیل کړی وو چې په دې ۱۵ کلن مزل کې یې ټولې دوه ټېسټ، ۵۱ یو ورځنۍ او ۲۳ شل اوریزې نړیوالې لوبې وکړې.

د ځدراڼ د لمړیو کلونو د سیالیو انځور

نوموړي د ۵۱ یو ورځنیو نړیوالو لوبو په ۵۰ اننګزونو کې ۱۲۱۶ منډې او د ۲۳ شل اوریزو نړیوالو لوبو په ۲۳ اننګزونو کې ۵۹۷ منډې جوړې کړې.

په یو ورځنیو لوبو کې د ځدراڼ تر ټولو ډېرې منډې ۱۱۷ دي او په شل اوریزو کې ۶۳ دي چې په ټوله کې یې د یوې سلیزې او یوولس نیمه سلیزو پر مټ نږدې ۲ زره منډې جوړې کړي دي.

ځدراڼ که څه هم پخپله د کرېکټ سره مخه ښه وکړه خو افغان کرېکټ ته یې د خپلې روزنې لاندې د کورني دوه نور ځوانان ابراهیم ځدراڼ او محیب ځدراڼ روزلي چې اوسمحال د افغان ملي لوبډلې برحاله غړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په لوبډله کې د پوخ عمره لوبغاړو پر شتون نیوکې زیاتې شوي او غوښتنه دا ده چې ځوانو او وړ لوبغاړو ته دې ځای ورکړل شي.