ایرلینډ په کرېکټ کې د خپل لوبیز تاریخ ستره بریا خپله کړه

افغانستان ته په ماتې ورکولو ایرلېنډ د ټېسټ فارمټ په تاریخ کې لومړنۍ بریا ثبت کړه

د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ یوازنۍ ټېسټ لوبه د سیالې لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

په ټوله کې د افغانستان لپاره د دې لوبې تر ټولو نسبتاً ښه ورځ دویمه ورځ وه چې په ۲۶۳ منډو د ایرلېنډ ټوله لوبې په دویمه ورځ د افغان لوبډلې پیل په دې ښه نه وو چې د سور توپ فارمټ نه د تمې خلاف یې دوه لوبغاړي زر له لاسه ورکړل.

خو په همدې حال کې لوبډلمشر شهیدي له نورعلي ځدراڼ سر تر یو وخته پر ویشتنځای ودرېد او له ځدراڼ او له دې وروسته یې له ګربز سره د منډو ښه ملګرتیا وکړه.

ایرلینډ د اتلولۍ جام د جیګولو پر محال

خو پرون په دریمه ورځ لوبډلمشر شهیدي او ګربز ته سترګې وې چې وبه کولی شي افغانستان ته ښه پیل ورکړي مګر شهیدي د ورځې په سر کې وسوځېد او له دې وروسته ناصر جمال نه چې په تېرو لوبو کې ښه نه دی ځلېدلی، تمه کېده چې له ګربز سره به منډو ته چټکتیا ورکړي خو ویې نه شول کولی تر ډېره پر ویشتنځای پاتې شي او په دوه منډو اوټ شو چې په دې سره ډېر مسوولیت او فشار ګربز ته ور وګرځېد.

له جمال وروسته کریم جنت هم د ګربز ملا ونه شوه تړلی او له ګربز مخکې یې کډې بار کړې چې په دې سره نوموړی اړ شو د معمول په څېر د لوبې لوری بدل کړي ورو او محتاط ولوبیږي چې په همدې حال کې یې وېکټ هم له لاسه ورکړه.

افغان لوبډلې د ایرلېنډ په دویمه پاڼۍ کې د توپ وهنې ښه پیل درلود.
او نوید ځدراڼ په همغه سر کې دوه لوبغاړي وسوځول خو دې هم د ایرلېنډ د لوبغاړو اراده کمزورې نه کړه او د ۱۱۱ منډو هدف یې د څلورو لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ.

افغانستان ایرلېنډ ته د دې لوبې په بایللو سره تاریخ ور بدل کړ او ایرلېنډ د سور توپ په فارمټ کې لومړنۍ بریا ثبت کړه.

افغان لوبډله په دریمه ورځ

دا په داسې حال کې ده چې دا سږکال په ټېسټ فارمټ کې د افغانستان پرلپسې دویمه ماتې ده، تر دې وړاندې یې سریلانکا ته هم یوازنۍ ټېسټ لوبه ورکړې وه.

په ورته مهال د افغانستان پرلپسې ماتو مینه وال خواشیني کړي او د لوبغاړو پر غوراوي یې غوغاوې راپورته کړي.
دوی د لوبډلې پر انتخاب نیوکه لري او ټینګار کوي چې لوبغاړي د واسطو او شناخت پر بنسټ غوره کیږي خو افغان کرېکټ بورډ تراوسه د مینه والو اندېښنو ته غبرګون نه دی ښودلی.