د راشد خان راستنېدل، د ځوانانو ځلېدل او راتلونکې ته هیلې

په شل اوریزه لوبلړۍ کې د ایرلېنډ له خوا د افغانستان ماتې خو د ځوانو لوبغاړو ځلېدل

افغانستان د ایرلېنډ پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ۳۸ منډو په توپیر بایلوده.

په لوبه کې دا ځل د تېر خلاف د نوملړ ټولو ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو موقع ورکړل شوې وه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لوبډلمشر راشد خان لومړی د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

افغانستان د خپلو ځوانو استعدادونو پر مټ د توپ اچوونې ښه پیل درلود.

راشد خان له اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا په خپل پخواني سټایل او جادو را وګرځېد.

په ډګر ساتنه کې هم د افغان لوبغاړو خواري له پامه د غورځولو نه ده.

راشد خان او ننګیال خروټي د توپ اچوونې په زړه پورې ننداره وړاندې کړه.

د افغانستان او ایرلینډ لمړۍ شل اووریزې پر محال

راشد درې او ننګیال دوه لوبغاړي وسوځول او کمې منډې یې ورکړې.

په لومړیو کې پر ایرلېنډي لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو او ډګر ساتونکو فشار او اغېز ډېر وو وېکټې یې زر له لاسه ورکړې خو په وروستیو اورونو کې هېري ټېکټر بریدګره لوبه وکړه ۵۶ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې او د ایرلېنډ هدف یې تر یو نیم سلو منډو ورساوه.

افغانستان د ایرلېنډ د ۱۵۰ منډو په تعقیب کې پاتې راغی او په ۱۱۱ منډو یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

افغان پیلیزو لوبغاړو ونه شول کولی ښه پیل واخلي، رحمن الله ګربز په صفر او صدیق اتل په یوه منډه وسوځېده.

له دې وروسته منځنیو لوبغاړو لکه ابراهیم ځدراڼ او عظمت الله عمرزي هم لوبه ونه شوه کړی.

د افغانستان یوازې درې چټک لوبغاړي په صفر منډو وسوځېدل او پاتې لوبغاړو هم د هدف پوره کولو لپاره ملا ونه تړله.

د افغانستان لپاره یوازې اسحاق رحیمي غوره او تېزه توپ وهنه وکړه او په ۲۲ توپونو یې ۳۳ منډې جوړې کړې له اسحاق وروسته محمد نبي ۲۵ او اعجاز احمدزي ۱۶ ډېرې منډې وکړې.

د ایرلنډ لوبډلې بېن وایټ د افغانستان څلور لوبغاړي، جوش لېټل درې، مارک اداير او بري مکارتې یو یو توپ وهوونکی وسوځاوه.

د افغانستان او ایرلینډ لمړۍ شل اووریزې پر محال

که څه هم د ځوانو لوبغاړو په راتګ سره د افغانستان بریا ته هیلې وې خو له محمد اسحاق او ننګیالي پرته نور لوبغاړي ډېر ګټور او اغېزمن تمام نه شول.

خو مینه وال وایي، ګټه په تاوان کیږي، د ځوانو لوبغاړو لومړنۍ نړیوالې لوبې دي. دا چې ولوبېدل او ځینو یې له ځانه وړتیا ښکاره کړه، افغانستان په دې سره د عصري کرېکټ لپاره نوي استعدادونه ترلاسه کړل چې همدا بسنه کوي.

افغانستان او اېرلېنډ به د دویمې شل اوریزې لوبې لپاره سبا سره مخامخ شي.