د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کوربه هیوادونه او نړیوال کرېکټ نوي اصول

له اجرائیه ریئسانو سره د کرېکټ نړیوالې شورا ناسته او نوې پرېکړې

د کرېکټ نړیوالې شورا د جمعې په ورځ د هېوادونو د کرېکټ بورډونو له اجرائیه رییسانو سره ناسته وکړه، د سپین بال فارمټ پر ځینو اصولو یې تجدید نظر وکړ او ځینې نوي قوانین یې وضع کړل.

نړیوالې شورا تېرکال په دېسمبر میاشت کې په امتحاني ډول یو قانون وضع کړی وو چې د سپین بال فارمټ لوبو کې باید هر اوور پسې بل اوور په ۶۰ ثانیو کې پیل شي که دوه ځل داسې پیل نه شي نو کومه خبره نه ده خو که درېیم ځل هم پیل نه شي نو مقابلې لوبډلې ته پنځه منډې پنالتې ورکول کیږي.

دا قانون له دېسمبر تر اپرېل میاشت په امتحاني ډول وو.
نړیوالې شورا اوس د دغه قانون مثبتو پایلو ته په کتو چې لوبه په کې لنډه او زر خلاصیږي، اوږدمهاله کړ او د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام نه به د دغه قانون حتمي پلي کول پیل شي.

بل لور په دې ناسته کې د راتلونکې نړیوال جام د نیمه پایلوبې او پایلوبې لپاره د ریرزف یا احتیاطي ورځې په اړه هم پرېکړه وشوه چې د باران یا بل عذر پر مهال دا لوبې بلې ورځې ته واړول شي.

او په نړیوال جام کې د ګروپ سټېج هغه لوبو کې چې پر مهال یې باران کیږي د پوره لغوه کېدو پر ځای به یې له دې وروسته هغه لوبډله چې دویم توپ وهنه کوي حداقل پنځه اووره لوبوي او د ناک اوټ سټېج لوبو کې به لږ تر لږه لس اووره کیږي څو ګټوونکی او بایلوونکی لوری معلوم شي.

او د ناستې وروستۍ پرېکړه دا شوه چې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام لپاره به دولس لوبډلې مستقیم لاره پیدا کوي.
په دغو لوبډلو کې به اته هغه لوبډلې وي چې د سږکال شل اوریز نړیوال جام له مخې په نوملړ کې تر اتمې شمېرې ځایونه خپلوي او پاتې څلور لوبډلې به د رنکګېنګ له مخې وځي او اته نورې لوبډلې به د غوراوي پړاو نه له تېرېدو وروسته لار پیدا کوي.