اسټرالیا یو وار بیا د اصولو خلاف د افغانستان سره سیالۍ وځنډولې

اسټرالیا له افغانستان سره راتلونکې شل اوریزه لوبلړۍ وځنډوله

د اسټرالیا کرېکټ بورډ اعلان کړی چې له افغانستان سره یې په راتلونکې اګسټ میاشت کې ترسره کېدونکې شل اوریزه لوبلړۍ وځنډوله.

یاد بورډ د ځنډولو لامل په افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسنی وضعیت او په نړۍ کې د ښځینه وو د کرېکټ وده په ګوته کړې ده.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ وایي پرېکړه یې له حکومت سره په مشوره کړې او له افغانستان سره به د راتلونکو لوبو په اړه د کرېکټ نړیوالې شورا او افغان کرېکټ بورډ سره په جریان کې پاتې شي او تجدید نظر به ورباندې کړي.

له دې داسې ښکاري چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ په خپلو ځینو پرېکړو کې خپلواک نه دی او ډېر کله یې حکومت د خپلو سیاسي موخو لپاره په چارو کې لاسوهنه کوي.

دا په داسې حال ده چې په کرېکټ او نورو لوبو کې تل ټینګار پر دې کیږي چې لوبغاړي او اړوندې ادارې یې باید له سیاسي اغېزو او حکومتي لاسوهنو لېرې وي او د دې ترڅنګ باید کرېکټ او سیاست جلا وي، نه باید سیاست ورزشي اړیکې خرابې کړي خو په دې وروستیو کې د پاکستان او هند او اسټرالیا او افغانستان په لوبو د سیاست اغېز له ورایه ښکاري.

اسټرالیا تر دې وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د سیاسي بدلون له امله ټېسټ لوبه او بیا ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت له امله له افغان لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبلړۍ لغوه کړې وه.

د اسټرالیا د یادې پرېکړې په غبرګون کې یو شمېر افغان ستورو لکه راشد خان او نوین الحق او ګڼو نورو د یاد هېواد له سوداګریز لیګ سره پرېکون اعلان کړ او تر دې دمه په کې ونه لوبېدل.

له بلې خوا په تېر نړیوال جام کې د اسټرالیا او افغانستان د لوبې پر مهال نوین الحق یاد هېواد ته پېغور هم ورکړی وو چې اوس ورته بشري حقونه مهم نه دي بلکې دوه پواینټونه مهم دي.

شننونکي وایي په ټوله کې د اسټرالیا دا پرېکړه سیاسي رېښه او موخې لري که یاد هېواد واقعاً بشري حقونو ته ژمن وی، نو په تېر نړیوال جام کې به هم له افغانستان سره له لوبې لاس په سر شوی وی او له هغې وړاندې به یې په ۲۰۲۲ کال کې په خپل کور کې نړیوال جام کې د افغانستان د ګډون مخه نیولی وی.