چمپینز ټرافي: پاکستان ته د میدانونو د ارزونې لپاره د پلاوي سفر

د کرېکټ نړیوالې شورا پلاوی د چمپینز ټرافۍ د چمتووالی په موخه پاکستان ته تللی

پاکستان د راتلونکي ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ او مارچ میاشتو کې د چمپینز ټرافۍ کوربتوب کوي.

دا په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان کې د سریلانکا پر لوبډلې له برید وروسته لومړی ځل دی چې پاکستان په کور دننه د ای سي سي د نړیوالو لوبو کوربتوب کوي.

په همدې حال کې د کرېکټ نړیوالې شورا یو پلاوی د چمپینز ټرافۍ د چمتووالي او میدانونو د وضعیت د څارنې لپاره د دوشنبې په ورځ چې د مارچ ۲۵مې سره سمون خوري، پاکستان ته سفر کړی.

یاد پلاوی چې د نړیوالې شورا لوړپوړي چارواکي په کې شامل دي د پاکستان د درې ښارونو کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ چې یاد لیګ په کې ترسره کیږي، د وضعیت څارنه کوي او د چمپینز ټرافۍ د چمتووالي خبر اخلي.

تر دې وړاندې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي ویلي وو چې د چمپینز ټرافۍ لپاره یې پوره چمتووالی نیولی او ډاډ یې ورکړ چې له پلان سره سم به په پاکستان کې د یاد لیګ کوربتوب وکړي.

دا چې یادې لوبې په پاکستان کې ترسره کیږي، هند تراوسه د پاکستان په کوربتوب په دې لیګ کې د ګډون یا نه ګډون پرېکړه نه ده کړې.

په دې لیګ کې د پاکستان، هند، اسټرالیا، نیوزیلنډ، سویلي افریقا، افغانستان، انګلېنډ او بنګله دېش لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبیږي.